د مظلوم جګړه
اې ناغېړه
دوه مخه غالېجنه
اې دروغجنه
غاصبه
د غبن په خره سپوره
په سر غټ په شونډو پرړه
ځرځې سترګې
په زړه توره
خوله خوږه دې
په ذهن تريخه
ښو جامو ظاهر دې ريڼ ده
خو دننه يې نا كسه
په ليدو ، د انسان زړه كوې څړيكه
پيسې څه كړې؟
مقام څه كړې؟
حلوا څه كړې؟ طعام څه كړې؟
ښځه څه كړې؟ دنيا څه كړې؟
چې ټول وكړې؟ بيا به څه كړې؟
چېرته درومې؟ چا ته ورځې؟
توبه كړه له معصيته
له سوده له رشوته
آدم سه سم انسان شه
ماشوم مه وژنه، د خلګو غوښې مخوره
ايمان تازه كړه
چې دا لړۍ ده، نه ختمېږي
رازېږېږي.را ځوانېږي
دا سپرغۍ دي لكه غېسي
ستا په سترګو ننوزي
ته فرعون يې او كه دېو يې؟
كه د ډار توره بلا يې؟
ته لوېدوونكى يې رالوېږې
ځكه
زه عاجز يم
ډېر ضعيف يمه كمزورى
خو!
غلط نه يم
او ته به زما مخي ته
خامخا په ګونډو كېږې
ښكېلاك
يو ښامار!
راپيدا سوى
خلك خوري
ښارونه خوري
ولسونه سره زدويي
دودونه سره سرويي
وينې غړونګوي
فكرونه ختموي
يو درې ښكره داسې څيز دى
ډوډۍ دركړي بيا دې وينه زبېښي
آزادۍ كې دې ځنځير كړي
نه! ښامار نده!
ښكر نلري كرار ده
اتل ده زورور ده
د عدل ژبه ور ده
نه رښتيا غلط سوم!
دى ملك دى د دې كلي
دى پاچا دى د دې خاورې
دى خداى دى د دې ځمكې
راوړې يې ډوډۍ ده
اصله مور ده ميره نده
شيشكه نده
مهربانه ده بوډۍ ده
قانون ليكي
بيا يې پلى كړي
هر څپركى يې آيت دى
هر ډم يې په ډمونو
د ډم په ډول مشروع ده
په ډمو كې كه راسې
بيا سمه راس راسي ده
نه مافيا ده نه فساد
اخلاقي ده اداري ده
نه د بنګو شادماني ده
دا د ښځو ضرب زباني ده
نه به وږى
نه سترګوږى
نه څوسن به بيا ته مومي
په خرونو به سپاره يو
په كام كې به خواږه يو
نه اصل نه بدرګه
نه دروند او نه سپك لكه بڼكه
د حورو هنګامه ده
ښايسته په سترګو رډه
على السويه به ګرځو
په كلي به را ګرځو!