کور / شعر / د تــــــــو پـــــــــان شــــپه

د تــــــــو پـــــــــان شــــپه

ما د ساحل له غيږي وخوځوئ
زه په دې توره هولناكه شپه كي
په دې تورتم كي د سېليو او څپو پر اوږو
د دې وحشي سمندر غېږ ته ورځم
چي د درياب ساړه تياره كوګل كي
يوه بېړۍ له انسانانو ډكه
ياغي موجونو او څپو كي ګير ده
زه يې د زړه په غوږو
دلته له ليري څخه
د ماشومانو او بې وسو ترهېدلو ښځو
چيغي نارې او غلبلې اورمه
زه د بې وزلي مور د څنګه سره
يوه ماشومه وينم
لكه ويشتلې وارخطا كوتره
چي سر تر پايه رېږدي
او د برېښنا له پړكه و وېرېږي
د ترهېدلي مور تر شا پټېږي
او توري وريځي، توره شپه او دا بېرحمه آسمان
د بې پناه بېړۍ په جنګ وتلي
آسمان غړومبېږي لكه وږى هيبتناكه زمرى
او د ژليو او سيلۍ د زوره
د سمندر له سينې وخوځېږي
لكه د غره په شاني لويي څپې
د بېړۍ والو واوېلا پورته سي
د بې اسرې خلكو غوغا پورته سي
زه به ورځم
هرو مرو به ورځم
او دا د مرګ څپې په سترګو وينم
زه دا بېړۍ چېرته ژغورلاى نه سم
هغه ماشومه خلاصولاى نه سم
د دې څپو لامبو وهلاى نه سم
خو زه ورځم
هرو مرو به ورځم
غواړم كيسه د قهرېدلي آسمان
د هيبتناكه خروښېدلي توپان
د څپو غېږ كي د بې وزلي انسان
درته را ورسوم
اې د ساحل او د محل وګړو
له جنتي سكونه مستو لېونو ملګرو
اې له سيليو له توپانه بې خبرو خلكو
دا زما چيغي د رسېږي كنه
د خداى دپاره لږ څه رحم وكړئ
په دې بېړۍ كي مو خپلوان ډوبېږي
رقيبان نه دي قريبان ډوبېږي
او كه توپان كرارولاى نه سئ
كه دا بېړۍ را خلاصولاى نه سئ
نو په قاه قاه ورته خندېږئ خو مه
نو پر ساحل ورته نڅېږئ خو مه


ويرجينيا 1994/28/12

.