کور / تازه خبرونه / خوست-مېشتو د غوث زلمي محاكمه وغوښته

خوست-مېشتو د غوث زلمي محاكمه وغوښته

ددې ولايت دعلمانوشورا،دسولې شورا،ولايتي شورا،دټولنيزواوسياسي ګوندونومشرانواوغړو،روڼ اندواوعاموخلكودهغې غونډې په ترڅ كې چې ددې ولايت دجرګوپه تالاركې جوړه شوې وه دلويې څارنوالۍ وياندغوث زلمي دمحاكمې غوښتنه وكړه اودقران كريم پروړاندې يې دنوموړې كړنه دكفري نړۍ دتوطيويوه بله هڅه وګڼله .
پدې غونډه كې د سولې شورا رييس مولوي نصرالله قاسمي  پخپله وينا کې وويل (( له عربي متن پرته په هره بله ژبه ليكل شوي كتاب ته د قرآنكريم ويل  جواز نه لري .
نوموړي زياته كړه ،كفري نړۍ د اسلام پر وړاندې بېلابېلې توطيې جوړوي  چې په ډنمارك كې د اسلام ستر پېغمبر ته دنسبت وركړل شويوكاريكاټورونوخپرول، سلمان رشدي ته د زړورتيا لقب او مرتد شوي عبدالرحمن ته پناه وركول يې ښې بېلګې اوثبوتونه دي .))
د خوست د ولايتي شورا رييس داؤدخان شهيدزوى هم اوږدې خبرې وكړې اودخپلوخبروپه يوه برخه كې يې وويل چې دغوث زلمي له خوا ديادشوي كتاب له وړياوېشنې داڅرګنديږي چې پدې كاركې دپردې ترشاه داسلام ضدخلكولاس دى .
د خوست د ديني عالمانو دشورا مشر مولوي محمدايوب هاشمي غوث زلمى د اسلام له نظره ګمراه اودنوروخلكوګمراكوونكى وبالۀ  او له حكومت څخه يې وغوښتل چې نوموړي ته د اسلامي قانون له مخې درنه سزاوركړي  .
لدې مخكې دشېخ زاهدپوهنتون استادانواومحصلانوهم په يوه غونډه كې دغوث زلمې  ياده شوې كړنه غندلې اودهغه دمحاكمې غوښتنه يې كړې وه .
همدارازدافغانستان په يوشمېرنورو ولايتونوكې هم دغوث زلمې ددې كړنې دغندنې په موخه ورته غونډې جوړې شوې اوغوث زلمي ددې كړنې دغندنې ترڅنګ يې له دولت څخه دهغه دمحاكمې غوښتنه كړې .
 غوث زلمى تېره اونۍ په سرحدي پوله تورخم کې هغه مهال ونيول شوچې له هېوادڅخه د وتنې په حال کې ؤ، خودديادشوي كتاب تصديق كوونكي دكابل ښاردتميم انصاري جومات ملا امام قاري مشتاق دپتې په اړه مالومات نشته  . 
  تراوسه ددوى د برخليک  په اړه كومه  رسمي پرېکړه نه ده اعلان شوې .