کور / ترخې خبري / زابل : مشران مووژل کيږی اوياهم کواښل کيږي

زابل : مشران مووژل کيږی اوياهم کواښل کيږي

دښځو چارو محترم وزارت ته!

زابل چی دافغانستان په جنوب کی پروت يوناارام ولايت دی او پکی يوشمير مخورقومی مشران دوسله والو مخالفينو لخوا ددولت سره دتړاو اوياهم اړيکو درلودلوپه تور وژل شوی دی اويوشميراوس هم دبيلو ډلو لخوا څخه ګواښل کيږی چی ددی ولايت دپرمختګ په لاره کی ستر خنډ دي .
يوازی په تيرو دوه مياشتو کی ضابط بازمحمد، دولت خان، جمال خان، حاجی قدرتو، معلم حيات الله، دشاه جوی پخوانی ښاروال صديق الله، حاجی ولی محمد اويوشمير نورکسان وژل شوی دی.
څه موده وړاندی ددی ولايت دښځو چارو ريسه اغليه ميرمن صديقه جلالی ددی ولايت قومی مشرانو ته سپکی سپوری ويلی او هغوی ته يی دوسله والو طالبانو دجاسوسانو په نوم ويلی دی !
اغليه ميرمن جلالی ! که چيرته تاسو زموږ مشرانو ته سپکی سپوری واياست نو تاسو په ټولنه کی دښځو په وړاندی تاوتريخوالی ته لمنه وهی، دخلګو په زړونوکی دښځو سره کرکه پيداکوی او دبشر ی حقوقو څخه سرغړونه کوي.
افغانستان يواسلامی هيواد دی او پکی داسلام ترچترلاندی خلګ ژوند کوی او اسلامي کلتورته په درنه سترګه ګوری، او هغه څه چی تاسو غواړی (يعنی کفری او ضداسلامی) قانون ، دهغوی عملی کول دلته ناشونی دی او هيڅکله ددی ولايت دخلګو دپاره دمنلووړ ندی.
تاسومشرانو ته طالبان واياست؟ نوبيا ولی پورته زکر شوی کسان دطالبانو لخوا ووژل شول، هغه ټولو ته ددی ولايت خلګو دمشرانو په سترګه احترام درلود ـ ددوی ګناه همداوه چی تاسو ولی له دولت سره همکاری کوی، اوداسی نور مشران مواوس هم ددوی ترهدف لاندی دي.
هغه دپښتو متل ده وايي : له يوی خوا څخه پړانګ او له بلی خوا څخه پاڼ يعنی ديوی خوا څخه طالبان او دبلی خوا څخه دميرمن جلالی په خوله مشرانو ته سپکی سپوری ويل کيږی چی داعمل ستاسو دواړو لخوا څخه (طالبان اوميرمن صديقه جلالي) دبشريت، اسلاميت او پښتونوالی په وړاندی ستره تيروتنه او ظلم دي.
تاسي واياست چي ګواښل سوي ياست ، زه داخبره په کلکه ردوم چی تاسو ګواښل شوی ياست او بايديادونه وکړم چی زه په هغه مجلس کی ستاسو او مشرانو سره ناست وم چی تاسو يوشميرمشرانو ته سپکی سپوری وويلی اوان هغوی مو ددولت دمخاليفينو په نوم ونومول.
تاسو ته کوم چاته دومره واک درکړی چی ددی ولايت دمظلومو خلګو اومشرانو سپکاوی وکړی؟ کيدای شی چی تاسو به له خارجی استخباراتو سره کار کوئ ، مګر ددې اجازه ځانته مه ورکوئ چی زموږ سپيځلو مشرانو ته بداوردوواياست.
ميرمن جلالي ْ داهغه مشران دی چی هميش يي په ټولنه کی دښځو حقوقو څخه دفاع کړی او دخلګو څځه دهغه ټولو رواجونو دليری کولو/ ورکولو غوښتنه کړی چی پکی ښځو ته خپل حقوق ندی ورکړل شوی اودهغوی په وړاندی زور او ظلم روان دي.
داچی تاسي بی تجربی ياست او له خپل موقف څخه غلطه ګټه پورته کوی ، او دښځو په وړاندی مو زيات شمير مشکلات زيږولی ، ستاسو داصلاح او په اخلاقو ښه والی دلوی خدای پاک له درباره څخه غواړو او دښځو دوزارت څخه موغوښتنه داده چی په ټولنه کی دښځو او مشرانو په موخه ستونزی زيږوونکی اغليه ميرمن جلالی ليری کړی او پر ځای داصلاحاتو دراوستلو دپاره نوی څيره وټولنی ته معرفی کړی.

خدای دوکړی چی زمونږ په ټول هيواد کی دمشرانو پاملرنه او حقوق پرځای شی .

مننه
روشن فکره ځوان