کور / ترخې خبري / ملي اردو په وردګو کې د خلکو شتمنۍ لوټ کړيدي

ملي اردو په وردګو کې د خلکو شتمنۍ لوټ کړيدي

د افغانستان خلکو د تاریخ په اوږدو کې د مختلفو نظامونو د ظلم او تیري تر سیوري لاندې ژوند کړی او بې ساري قربانۍ یې ورکړي دي اولاهم دا لړۍ روانه ده. افغان غیرتي ولسونه له خپلو حالاتو د پوښتنې په تمه د بې مسولیتۍ، چل او فریب ، دوکې او غلطو وعدو په اور کې وسوځیدل مګر خپلو هیلوته ونه رسیدل.

په وردګو ولایت کې د نا امنیو د ختمولو په موخه د افغان او بهرنیو ځواکونو ورستي پوځي عملیات دسیمې خلکو ته د سر اومال درانه زیانونه ور واړول، افغان ملي اردو او بهرنیو ځواکونو د وردګو ولایت د بند چک ولسوالۍ په اړونده سیموکې له لوی اختره څو ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه چاڼیز عملیات پیل کړ او تمه کیدله چې یادې سیمې دوسله والو له شتون څخه پاکې او خلکوته امنیت راولي.

خو له بده مرغه داځل ملي اردو د عملیاتو پر مهال داسې څه وکړل چې د نظام او دولت پروړاندې د خلکو باور او اعتماد یې ختم کړل، له جګړه ځپلي سیمو څخه را غلي عیني شاهدان د خپلو سترګو لیدلي حالات په داسې الفاظو کې بیانوي چې انسان یې په آورویدو خپلې اوښکې نه شي ټیڼګولای.

په دې لیکنه کې د ملي اردو دکړنو په اړه د سیمې د خلکو له خولې آوریدلي واقعیتونه اود سترګو لیدلي حالات چې د پو ځي عملیاتو تر نامه پر غریبو خلکو ترسره شول، ولسمشر کرزي ، ملي شورا او د ملي دفاع وزیر ته یې رسول غواړم او هیله ده چې له دې لیکنې وروسته د وردګو ولایت د بندچک ولسوالۍ په هغو سیمو کې چې دلوی اختر په درشل کې دوسله والو پرضد عملیات شوي پلټنه وکړي.

ملي اردو پوځونو له بهرنیو ځواکونو سره په ګډه د چک ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې دخلکو دوکانونه او شخصي شتمنۍ د وسله والو طالبانو پر ضد د عملیاتو پرمهال لوټ کړل ، له وسله والو طالبانو سره د اړیکې لرلو په تور د ملکي وګړو وهل او ټکول، د خلکو کورنوته په ډېر وحشیانه ډول د بم او وسلو پرمټ برید کول او دې ته ورته نور تاو تریخوالي هغه څه وه ، چې ملي اردو ځواکونو پر خلکو ترسره کړل.

د سیمې او سیدونکي وايي ملي اردوسرتیرو د( سیبک) په سیمه کې د خلکو هټۍ په زوره خلاصول، ښیښې یې ور ماتولې البسه باب ، خواړه نقدې پیسې او د خوارک نور توکې یې له ځان سره وړل، آیا دغه شوم او غیر انساني عمل ته په اسلام او د اردو په قانون کې جواز ورکړل شوی چې د دې خاورې ساتونکي یې تر سره کوي؟ د سیمې خلک وايي له یوې خوا د دولت وسله وال مخالفین (طالبان) پردوی ظلم او نارواکوي اود هوسا ژوند کولو حق یې له دوی څخه اخیستی دی، او دې خواته بیا دولتي سرتیري او د ملي اردو ظلم او ناروا کړنې له دوی نه لارې ورکې کړي دي ، دوی وايي چاته د ژوغورنې لاس وغځوي.او له چانه مرسته و غواړي چې له شک پرته د ولس دا پو ښتنې بې ځوابه او مایوسه کونکي بڼه لري.

له یوې خوا وسله وال مخالفین خلک وژني او خپل حاکمیت ته لاره هواروي او له بلې خوا دولتي ځواکونه د عام او بې پلوه ولسونو پر برخلیک او دهغوی پر ژوند لوبې کوي ، نو په داسې یو حالت کې ولس باید څه وکړي او چاته مخه وکړي دا هغه پوښتنې دي چې حکومتي چارواکي یې ځواب ورکولای شي، خو بیچاره او خوږمن ولس یې له غوښتلو عاجز پاتې دی.

سیمه ایز خلک وايي کله چې بهرني ځواکونه او د ملي اردو سرتیري له یوې سیمې څخه وسله وال وشړي او سیمه تر خپلې ولکې لاندې راولي بیا پر خلکو داسې نخرې او لوبې کوي چې خدای ورکړي انساني کرامت او شخصیت ته ارزښت ورکول بیا نه وي مطرح، له ځوانانو او زړو کسانو څخه د پلټڼې په موخه د وهلو او ټکولو تر خوا له هغوی څخه جامع ایستل کیږي مخ پر دیوال درول کیږي او لاسونه یې په داسې حال کې چې ځانونه یې لوڅ دي تړل کیږي او بیا پوښتنې او پلټنې ترسره کیږي، نو اوس دې وحشیانه تګلارې ته په کومه سترګه کتل په کاردي؟

د وسله والومخالفینو موندنې اوپلټنې په موخه دکورنو پلټنه او له کورنو څخه د لوښو او کالیو ایسته غورځول او یا داچې پر باغونو او کروندو هوايي بریدونه او له منځه وړل کومه خاصه پوځي کړنلاره ده او یا داچې کومه عملي شوې ګټوره تجربه ده چې پر خلکو او دردمنو وردګي ولسونو عملي کیږي، آیا ولسمشر کرزی ، د دفاع نوی وزیر او نورو دولتي چارواکي په ځانګړي توګه تش په نامه د ملت استازوته لازمه نه بلل کیږي چې دخپلو هیواد والو له حاله ځان خبرکړي او کنه؟

د وردګو ولایت د بند چک ولسوالۍ اختریز پوځي عملیات چې د حکومت له لوري مثبت و ارزول شو یوازې د قضیې یو اړخ بلل کیږي او ترڅنګ یې په لس ګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپيان شوي چې ډیره برخه یې ښځې او ماشومان دي او دغه راز سخت مالي زیانونه هم خلکوته اوښتي چې حکومت په دې اړه بیا خوله ونښوروله او بل داچې یاد پوځي عملیات په بشپړه توګه د رسنیو له شتون پرته په اخفا کې ترسره شول ، چې دا بیا د ملي دفاع وزارت او بهرنیو ځواکونو ضعف او دولس ژوندانه ته دهغوی نه پاملرنه او سپکاوی په ګوته کوي.

دا به ومنو چې د دولت مخالفین هم ورټل شول او د خپلو درنو مرګ ژوبلو شاهدان وه، مګر اصله خبره داده چې تر کومه به ولس قرباني ورکوي او تورو خاوروته دخپلو عزیزانو د سپارلو شاهدان به وي، په تیرو لنډو وختونو کې له ولسونو او ملکي وګړو سره دملي اردو سرتیرو دښه او غوره چلند رپوټونه خپریدل، داڅه وشول چې په نا ببره توګه د ملي اردو سرتیري چې د هیواد ساتنې ملي مسولیت په غاړه لري د جګړې پرمهال د ولسونو پر شکولو او د هغوی دمال او ځان پر لوټونې ، وهلو او ټکولو چې د وژنې تر پولې رسیږي لاس پورې کوي.

په ټولیزه توګه د افغانستان دولت نور نو خپل ارزښت او هغه موقف چې هیواد پالنه، ملي حاکمیت او ټولنیز عدالت بلل کیږي له لاسه ورکړی، دولس او نظام تر منځ واټن ورځ تر بلې پراخیږي ، د مظلوم کړيدلي افغان ولس د زړه درد ته پاملرنه نه کیږي،ظلم او وژنو په مختلفو نومونو هم د مرکزي دولت او هم د وسله والو مخالفینو له خوا زور اخیستی، نه له دولت سره دولس غم شته او نه هم دوسله والو ډلو ټپلو سره!!

د نړیوالې ټولنې او بشري حقونو په نامه د تشو نهادونو او سازمانونو هڅې یوازې خپلو جوبونو ته متمرکزې دي ، د بشري حقونو سازمانونه لکه (پشۍ چې په موږک پسې ستومانه او سرګردانه ګرځي) دوی هم په ډالرو او دخپلو شخصي موخو د موندلو په لټه کې دي او په دې نه دي خبر چې انساني ناورین څه ته وايي ، د انسانانو حقوق کوم دي ، ظالم او غدار څوک دي او بلاخره په افغانستان کې د روانې جګړې موخې څه دي چې د انسان وژنې په ماشین بدلې شوي دي.

پر دولت او ملي شورا غږکوم ، چې دخدای په خاطر د افغان زوریدلي ولس له حاله ځان خبر کړئ د انسان وژنې ماشینونه نابود کړئ، بس ده په تیرو لسو کالونو کې مو ډیر مظلوم افغانان دخپلو شومو اهدافو قرباني کړل . په هیوادنۍ مینه غوښتنه کیږي چې د وردګو ولایت د بند چک ولسوالۍ د وروستي پوځي عملیاتو په اړه تحقیق وکړئ او د دې ولایت له علم پروره او معارف دوسته ولسونو څخه دلجويي وکړئ او په دې ترتیب خپله غاړه دخدای (ج) پر وړاندې خلاصه کړئ که نه نو تاریخ به خپل قضاوت وکړي.