افضل شوق ،دسولي اومیني شاعر
په لومړي ځل (۱۹۸۰ ء) په لسیزو کي دیوپوسټرله لاري دښاغلي افضل شوق دنامه سره بلدسوم ،پردې پوسټرچاپ ازاد نظم هغه وخت هم د پښتو او پښتنو د درپه درۍ او وروسته پاتوالي ترجماني کوله اونن ورځ یې هم دمریتوب اوغربت ګوایي ورکوي :
هغه څوک ده ؟
دچالورده؟
دچاوینه،دچاخورده
چي په سرو ،سرو اوښکوژاړی
سرببره،درپدره
دژوندون لاروکوڅوکي
په مخ لوڅه
په زړو څیروجاموکي
سرګردانه،پرېشانه
په وجود ستړې ستومانه
له خپل ځانه بې خبره
دبې رحمه وخت په لاس کي
لیونۍ سپېڅلې غوندي
په ارمان کي دنکریځو
پېغلتوب بایلي زړیږي
په فریاد،فریادژغیږي
چي اې خلګو
ړندوخلګو
ماته وګورﺉ زه څوک یم ؟
دچالوراودچاخوریم ؟
زماپه سرپړونی نسته
زمالاسونه بې بنګړیو
زماغوږونه بې والیو
اخرولي-داسي ولي ؟
یه دوخت ځامنوولي؟
زه بې وسه ،بې اسرې نن
زه بې کوره ،بې پردې نن
دخپلوانو په لټون تل
دسوالګیري پشان ګرحم
زه سوالګیره
زه سوالګیره
سترګي رڼي کړﺉ یه خلګو !
دغفلت دتیاروخلګو!
ماهم وپېژنی خلګو!
زه دنګو غرونو لوریم
زه پښتویم ،پښتنه یم !
شوق په اساسي توګه دفکري اوټولنیزبدلون طرفدار روښنفکره دنړۍ درټلو انسانانو دهیلو اوغوښتنو ترجمان شاعردی،زموږدیوشمېرلوړو،مشرانو لیکوالو ،شاعرانو او دانشورومشکل هم دادی چي څه مهال دمنصب اولوړو چوکیو خاوندان وي ،نوپرډېرو حساسو ملي ستونځو اوحقیقتونو سترګي پټوي یاپه اصطلاح خوله نه په پوري کوي ،چي څه وخت منصب،چوکۍ اودولتي مرعات دلاسه ورکړي نوقام اودقام درپه درۍ ،ژبه اودژبي وروسته پاتوالي یې بیاخوب ته نه پریږدي لاکن دشوق ځانګړتیاهم دا ده چي دلوړو منصبونو اوچوکیو لرلواولېدلو برسېره داجتماعي پښتون قومیت تصوراو نظریې هیڅ منصب اوچوکۍ ورشنډنکړلو،نه یې ورځني دقام درپه درۍ،غربت او وروسته پاتوالی هېرکړو او نه یې رښتونی انقلابي فکردناهیلۍ نمونه وګرځېده بلکې دانقلاب توده ناره دجرات اوبغاوت سره ټپه سوه :
دشوق یونظم(ستاپه لوري در روان یم) دمثال په توګه راوړلی سو:
زه هم ستاغوندي انسان یم
ژمی،دوبی
سپرلی،منی
په وجود محسوسومه
اوبه څښمه
ډوډۍ خورمه
اوساده ګاني لوبومه
خوکه فرق سته مااوتاکي
نوهم دومره
فقط دومره
چي ته اوسې په خپل ځان کي
دشیشې غوندي مکان کي
اوماستادغم دروند پیټی
په اوږو باندي اخیستی
ستاپه لوري در روان یم
شوق که په خلاص ذهن اوروڼ نظرولوستل سي نولوستونکو ته دجرات اومقاومت توان ورپه برخه کوي ،که ادبي شوخي ونه پامول سي نوبه ووایم شوق یو فکری له شعوره برخمن اوسمهاله(جدید) پښتون شاعردی :
په ازاد نظمونو کې بیخي دخپلوهمصرو څخه ځان ته بېله لاراوبېل اندازغوره کړو ،شوق سیلاني شوق په سلوڅېرو کي دیوې څېرې په لټون دجنون شوق په شاراکتلو ته وخت کله درلود مخ په وړاندي خوځیدو ته لیوال شوق چي په هره څېره کي هم هغه څېره لټوي اودارنګ دیوې اشناڅېرې لپاره دسلو اشنایي قبلوي هم دالټون یې تلوسې تاندي اوحوصلې ځواني ساتي او لوستونکو ته دا ور یادوي چي ژوندون په عملي توګه دمبارزې اوانقلابي خوځښت اوسپېڅلي ارادې نوم دی ،دا ځکه ددې منوسي کرښي په شتون کی هم ناهیلی نه دی :
(مزل به کله سرته رسي )
لاري غواړو،ویوبل ته
خومزل دی
چي اوږدیږي
واټنونه نه کمیږي
که څه هم
دواړو د زړونو
مېني دي خالي ساتلي
له ډېرعمره ویوبل ته
شوق ددې منوسي کرښي شتون دپښتون سپکاوی اودقامي جبرناروا نخښه اودپښتون دملي بقااوتاریخ په لمن توربدنماداغ پامولو هم یې ددې منوسي کرښي په دواړو غاړو دروڼ اندو،پوهانو،لیکوالو ،شاعرانو قبایلي مشرانو ګډي اتحادې اومبارزې ته لیوال وو:
شوق دخپل قام دغربت،مریتوب اودسیاسي جبرسره بلدشاعراولیکوال وو هم دقام درښتینوملي اوسیاسي مبارزینولړلیک یې دسترګو په وړاندي وو ، چي داستبداد اواستعمار په مقابل کې په وینو پښتني خاوره سیراب کړه اوپه پښتني افتخاریې دخپلواکۍ لپاره سرونه تردارصدقه کړو او ځوانۍ یې دزندان په توروکوټو اوزولنو کي دلاري مشالونه سول :
هم داخپلواکي ده چی پرمستعمره خاوره یې پښتون د زورور دښمن اواستعمار په مقابل کې دشپیتوکلونو لاس راوړلو،ځان سیالولو لپاره په نامساعدو حالاتو کی توده ساتي اوپه بدل بنجابی پښتون غدار اومجرم هم پاکستان دښمن نوموي شوق هم دې موضوع ته په اشاره سره وایي:
(مجرم)
زه چي ګورمه
هرلوري
راچاپېردي دېوالونه
دریابونه
هسک هسک غرونه
اویاغم او وسوسې دي
چي زما په شاوخواکي
اتڼونه کوي غورځي
دایروغوندي راترځي
خوبرسېره لاددې هم
په قصوردخپلواکۍ زه
نیول سوی یم
مجرم یم
دشوق دلالهانده اوسیلاني عشق لټون د تودې شګي دصحرا له سرابونو الهام اخلي داځکه ځني وختونه یې دعشق په کاروبارکي لیوالتیاپه برخه سي قصداً خبره په بل لوري واړوي لکه (اوبمایې دایره راتنګوله )نظم کي :
اې په سلولاروویښ
دسلویاره !
که ناڅاپه زه هم ستادخیال په سمه
ستادزړه په سلطنت باندي
بریدوکړم
اوجذبې دي کړمه ځان ته راتسلیمي
وایه شوقه!
چي دازما به کوم مقام وي؟
مابه ته ورستنۍ وګڼې
داپوښتنه یې له ما،چي په فون وکړه
زه په ځای دځواب چپ،ځکه سوم پاته
چي خبره خو دزړه وه
اودازړه مي
اروا وږی اوهغه تږې سارا،چي
ډک اسمان که راسورۍ سي له بالاهم
دسراب به یې سړه نسي برې تنده
خوعجبه دا
چي پرته له دې هرڅه
آ د هیلودکاروان پښتنه میره
لاهغسي ژغیده…خندیدله
اوپه مایې دایره راتنګوله
ژوندچي دخوځښت ،توان اودناخوالو ارتعاش دی ،څوک یادول ،څوک پزړه کي ساتل دتصوراتو له رنګونو یې تصویرونه په دې هیله جوړول ګویاچي زه به هم وریادیږم ،څه چي وي خووجود دې سلامت هم روغ رمټ وي اودې د ژوند او یوازیتوب اذیت ته دچادمحبت نوم ورکول ځان اودځان لوستونکي په دهوکه کي ساتلو لره ښه وسیله ده :
دشوق (اعزاز) نظم زموږددې رویې څرګنده هم اغیزمنده ترجماني کوي :
ته یې ځواب هم راکوې
اوکه یه
زه به دغه رنګه لیکمه درته
پتا خبرنه یم
چي څه سنجوې ؟
وماته دا اعزاز لاډېر دی یاره!
چي زمالخوا در رسېدلی هرلیک
که څه هم ستاپه زړه اثرنه کوي
خوتاته زمانامه
حتماً یادوي
زموږشکمن ذهنونه زموږدمتضادو رویو استازیتوب کوي او په موږکي دزیات درناوي او احترام وړ هم هغه څوک دي چی دټولنیزو ناخوالو او ناوړویې لمني ډکي وي ،شوق دخپل وروسته پاته چاپېریال دخپلاسي روایاتو او تعصباتو سره همیش لاس اوګریوان پاته سوی هم یې تل ددې ناخوالو ،ناوړو اوخپلاسي بندیځونوپه خلاف په مبارزه لاس پوري کړی دی په هم دې شالیدکې (انسانان،شیهدان او غازیان) نظم وګوري:
که زه خبروای پخوا
اویایې وم پوښتلی
نومابه ځان لره حبثه دانسان
څله غوښتله له خدای؟
چي ټولي مېني د ژوند
خپله انسان دلاسه
لکه نړاندي هدیرې دپښتون
چي یې په هریوګورکي
ښخ سوی هم سړی دی
ښخ کړی هم سړی دی
بیالابرسېره ددې ټولو ظلمو
دسړیتوب دعوې هم
دشهادت رتبې هم
دغازیتوب تمغې هم
دڅلورولسیزو توپانونو،اوبدمرغیوکي پښتومي ښیرازه کړه خوپښتون یې دمرګ اودژونددتختې تمرین وګرځولو،نه مي کور،نه مي دنیکونو ګورسلامت پاته سو،دړندو اوګوډانو یوبهیردی دکونډو اویتیمانوسوي کرږي اوساندي چي د ړندې جګړې تودې قهریدلي مرمۍ یې دچوپتیاپه سیند لاهوکوي اوهرکلی مي دهدیرې انځور وړاندي کوي :
دامي هم په قام عجبه ټوقي رواګرځول کیږي وژونکی یې مسیحا او مسیحا یې دمرګ سوداګرنومول کیږي ،په همدغه شالید کي (لکه لیوان چي په رمه ګډسي) دشوق دانظم وګوری چي دسولي په لاره کي یومهم خنډ راپه ګوته کوي :
عجبه دانه
چي انسان ستورو،سپوږمۍ ته خیژي
عجبه دا ده
چي دپت،ښیګړي ،توري ،وفا
څښتنوهم
ګورﺉ …په زد درڼا
ویویشتمي انساني پیړۍ ته
په سرولاسونو
اوپه سرو،سروداړو
داسي په نره
او ویاړمنوسترګو
په جهادي نارو ور ودانګلو
لکه لیوان چي په رمه ورګډسي
څومره منافقتونه ،بدګمانۍ اوخودغرضیو ته مخامخ خلګ یو دمادیت په لوردمعنویت ریښې ریبو دانساني کوپړیو پرزینه دځان دتسکین وبام ته ورخیژو هم داډول په ټولنه کي داحترام اوشرافت په لباس نغښتي راڅرګندیږو ،اصل کي موږچي څنګه ښکارو هغه نه یو ،ځکه په شکمنو سترګو ګورو ولي چي موږ هغه یوچي دا نه ښکارو اودزهرو ډکي کڅوړي په تالو پوري موښتي ګرځوو او په خوله کي دوې غبرګي ژبي ساتو په هرچاپوري شکمن څه چي اوس په خپلو ځانونو هم شکمن پاته یو اودشوق په څېر خبره سپینه کولای نسو :
(لرې په زړه غاښونه )نظم وګورﺉ :
زه دي نازونه اونخرې اخلم
دسرپه سترګو
ته لا
برسېره ددې هرڅه
دزړه سره !ماته
دلباسي خنداترشا
لرې په زړه غاښونه
شوق یو خوداره ،په ژبه قام او وطن مین سپېڅلی پښتون د ادب دډګریومعتبره ،مستنداومنل سوی شاعر ،لیکوال ،سفرنامه نګار او ناول لیکوال دی ،دشوق په اثارو اونظریاتو خبري کېدلای سي ولي کاراو معیاریې څوک له پامه ایستلای نسي :
لیکوال اوشاعران هم لکه دنورو انسانانو په څېر جذبات ،خواهشات اومحسوسات لري ،ستونځي اودژوندځانګړي نظریات لري ،داځني خوبیخي لیکوال،شاعران او فلسفیان خلایي مخلوق ګڼي :
غربت دهري ژبي دلیکوال اوشاعراساسي ستونځه ده لاکن خوداریت اودانشمندانه ویاړیې افتخاردی ،معنویت ته پرمادیت ترجیع ورکول یې د وجدان پریکړه ده هم دا د وجدان ږغ دشوق (ګیله لاکن له چا) نظم کي ګورو :
زه به ګیله
دلته له چاکومه ؟
زماچاپېره،هغه خلګ اوسي
چي زمایې څومره زړه
خپلوۍ ته غواړي
هغوی هم
دومره لمالري ځغلي
ځکه چي زه ورته دزړه په رباب
نغمې دمیني ژغوم ،لګیایم
او دوﺉ پیسوته
په هرډول ګډیږي