کور / ترخې خبري / دکابل جان منظره

دکابل جان منظره

نن دپنجشنبې مازدیګر وو ، دطالبۍ له وخته مې دا عادت جوړ شوی ، چې مازدیګر به له همځولو ملګرو سره چیرې په منظره تللم ، مګر دزمانې تحولاتو اوس داسې وخت راباندې را ووست چې هغه انډیوالان چې دپنجشنبې دمازدیګر په منظره کې به سره ملګري وو ډیری یې دتورو خاورو میلمانه شوي ، څوک دتورو تمبو شاته پراته دي او نور یې څوک په وطن او څوک بې وطنه مسافر دي .

دمازدیګر له لمانځه وروسته چې معمولا به پخوا زموږ منظره له همدې وخته پیلېده ، دملګرو دنه شتون او بیلتون شیبې ډیرې راباندې وغمېدې ، خپلې تیارې کوټې ته ننوتم ، څادر مې په سر راخپور کړ ، او یوه شیبه په تېرو خاطرو کې ډوب شوم ، وروسته مې دپام غلطولو لپاره خپل ګرځنده تیلفون له جیبه راویوست ، یوه ملګري ته مې زنګ وواهه ، خو ټیلفون یې پورته نه کړ ، تنهایي نوره هم راباندې وغمېده ، به ټیلفون مې ګوتې وهلې چې دشاعر ملګري بسمل دابیت هسې الهامي راپه زړه شو چې زما دحالت ترجماني یې په ډیر ښه انداز کوله .

لاړل دبسمل دپنجشنبې دمازدیګر یاران
اوس به دجمعې شپه لکه شمعې په قبرو کوو

دا خوږ بیت مې څو ملګرو ته مسیج کړ ، او وروسته دماښام لمانځه ته دتیارۍ په موخه ولټېدم .

خو دماښام له لمانځه وروسته هم دمازدیګرني حالت اغیر راباندې پروت وو ، ماخستن چې نیټ ته کیناستم بې پامه مې ګوګل ارت خلاص کړ، دا مهال راپه زړه شول چې راځه دپنجشبنې دمنظرې شوق په ګوګل کې دکابل جان په منظره خړوب کړه .

په دې ډول دیوعالم احساساتو سره دخپلې سیمې ( یعني جنوب لخوا ) کابل ښار ته ورننوتلم ، دکابل ـــ ګردیز په سرک همداسې دښار خواته لاړم دچمن حضوري له کونج سره دکارته نو په سرک راوګرځیدم ترڅو لومړی دهغې مدرسې پوښتنه وکړم ، چې دطالبانو په مهال مې څه مهال په کې درس ویلی وو ، دومره مې په زړه وو چې مدرسه په شاه شهید کې اتفاق مسجد ته نږدې وه ، او موږبه چې له میوند جادې په بس کې راسپاره شوونو دشاشهید په دوهم سرک به کوزیدو ، په همدې دوهم سرک راتاوو شوم او مخامخ دخپلې مدرسې په خوا ورغلم ګورم چې په مدرسه باندې لیکل شوي دي ( دملالۍ جویا دنجونو عالي لیسه ) که رښتیا ووایم په دې مې ډیر طبیعت خراب نه شو چې ولې یې دغه مدرسه په لیسه بدله کړې ده ، ځکه دا له اوله هم زما دمعلوماتو له مخې دنجونو لیسه وه چې په کورنیو جنګونو کې سخته نړیدلي ، سوزیدلي او ویجاړه شوې وه چې وروسته دطالبانو په مهال دخدام القرآن تعلیمي مؤسسې لخوا له سره ترمیم شوه او دجامعه عثمانیه په نوم دحافظانو مدرسه په کې جوړه شوه ، خو په دې مې ډیر نیت بد شو چې ولې دملالۍ جویا نوم ورباندې ایښودل شوی دی ، ملالۍ جویا چې زه پیژنم دافغانستان په تنظیم بازار کې ترټولو دبدنام او کرغیړن تنظیم ( راوا ) غړې ده ، چې لویدیځوال ترې دافغان ښځو دبې لارۍ او تبرج لپاره دتبلیغاتي نانځکې په توګه کار اخلي ، که په شاه شهید کې چې اکثره خلک یې پکتیاوال دي دنجونو په کومه لیسه نوم ایښودل کیدای ، باید سم په اسلامي او افغاني ترازو تللی نوم پرې ایښودل شوای وای ، په هر حال زه تراوسه هم باوري نه یم چې هغه نومونه چې په ګوګل ارت کې دکابل ښار دځینو سیمو لپاره لیکل شوي دي رسمي دي او که هسې د ( ما وشما ) لخوا لیکل شوي دي .

دمدرسې دلوحې په لیدلو له نیمې لارې بیرته راستون شوم ، یوه شیبه مې دځاځي بابا جومات ته سرورښکاره کړ ، چې زموږ ځیني کابل میشتي وطنوال په کې دمړو فاتحې اخلي ، خو بیرته مخ په ښار وتوغېدم ، په جاده میوند باندې ترسرچوک پورې لاړم ، دلته مې یوه شیبه بریک ونیو ، او وروسته همداسې مخ په قبله رهي شوم ، ترڅو دهمزنګ چوک ته ورسېدم ، دلته ښي لاسته چې دکوټه سنګي به خوا کوم سرک ځي ورباندې لیکلي وو ( سرک سه عقرب ) هیڅ یې په سراوبر ونه پوهیدم چې دا څه معنی ؟؟ فکر کوم دا نوم به دکمونیستانو له وخته پاته وي په هرحال .. دسه عقرب په سرک چې دکوټه سنګي خواته تلم ، دپوهنتون ترمخ مې ګڼه ګوڼه ونه لیده ، ویل کیږي چې حکومت نه یوازې دکابل پوهنتون بلکې ددې ښار ټول پوهنتونونه تردویم امر پورې بند کړي دي ، تېر کال چې په غزني کې په طالبانو وتپل شوه چې مکاتب یې بند کړي ، نو ټولې دنیا غوغا جوړه کړه مګر اوس چې حکومت پوهنتونونه بند کړي څوک غږ هم نه کوي . . قربان شوم خدارا. . . یک بام و دو هوا را. .

له کوټه سنګي نه چې ښې لاسته دپل سوخته په سرګ وګرځي قلعه شاده ته نارسیده یوسرک مخ په قبله وتلی دی ، چې نهایتا دکابل ــ کندهار له سرک سره وصلیږي ، په دې سرک یې لیکلي وو ( سرک شهید مزاري ) حیران پاته شوم ، او له ځان سره مې وویل چې داسرک خو بیخي ددې لپاره مناسب نه دی چې دمزاري نوم ورباندې کیښودل شي ، ځکه که انسانان په توپه وولو نو دکوټه سنګي له دیوالونو هم شرم په کار دی ،چې دهمدې مزاري صاحب له لاسه داسې سوړې سوړې ، او شوګاري بوګاري ولاړ دي .

هغه دیوالونه چې د( سرک شهید مزاري ) نوم پرې لیکل شوی وو ، ټولو یې په سینه باندې سپکې او درنې مرمۍ خوړلې وو ، دچا ځیني برخې نسکورې پرتې وې ، دچا سینې سورۍ وې او دچا خروکي اوښتي وو ، چې داټول تلفات په همدې سیمه دمزاري صاحب دسلطنت په مهال ورته رسیدلي وو .

سخت مې طبیعت خټه شو، بیرته مې مخ په کوټه سنګي خپلې کړې ، او مخامخ مې دسېلو په سرک دقرغې سرک ته ځان ویوست ، زه چې دبي عدالتیو له بارانه تښتیدم دلته مې تر ناوې لاندې مې شپه شوه ، په دې سرک چې ترقمبرڅلورلاري تلم نو نه یوازې یې سرک دهمدې سیمې دستر قاتل برهان الدین رباني په نوم کړی وو بلکې داجتماعي علومو پخوانی انستیتیوت او بیا فاروقیه جامعه یې یې هم دبرهان الدین رباني په نوم نومولي وو ، دلته دې بې عدالتۍ سخت ودردولم ، په ذهن کې راوګرځیدل چې هسې نه خطا شوی به یم ، یوځل بیامې دپوهنتون لوحې ته وکتل ، چې په دې کې مې یاغي نظرناڅاپه دشمال په خوا لاړ او دافشارو په سپیره کلي مې سترګې ولګېدې ، دلته مې نو له پښو ځمکه وتښتیده او دانسانانو په نمایندګۍ سخت خولې خولې او شرمنده شوم .

افشار دهزاره ګانو هغه کلی چې دملي قهرمان ( !) مسعود دمبارزاتي ژوند یوازینۍ مفتوحه سیمه او پوځي لاسته راوړنه بلل کیږي ، امرالله صالح وایي چې آمر صاحب دروس ضد جهاد کې ۶۰ فیصده رول اداء کړی ، خو ګورئ داخبره ورسره ونه منئ ، مسعود دجهاد په وخت کې دپنجشیر ولسوال وو ، او له پنجشیر ولسوالۍ پرته یې بل هیڅ ځای څوک نه شي ثابتولای چې دده کسانو دې ټک کړی وي ، دی دروسانو تروتلو وروسته دخاواک له غاښي واوښت او په اندراب کې یې مداخله شروع کړه ، دغه رنګه یې دتخار مجاهدین هم دیوه بل دجنګولو په توسط ښه تضعیف کړل ، ده له روسانو او پرچمیانو سره زړه یارانه درلوده ، کله چې حقاني صاحب کوچنی مسکو ( خوست ) د ۱۷ ورځې عملیاتو په توسط په وچ زور فتحه کړ، نو پرچمیانو دشوروي په دیکته تخار مسعود ته هسې مفت ورپریښود ، ترڅو یې نظامي پرستیژ قوي شي او دتخار په فاتح شهرت ومومي ، ده چاریکار او کابل هم په جنګ نه بلکې په سازش ونیول ، او وروسته یې هم ټول وخت په پیشرفت او فتوحاتو کې نه بلکې په عقب نشینۍ او ( ټانګ بګریز که داتسون آمد ) کې تېر شو ، خو یوازینۍ هغه بریا چې بایددده په تاریخ کې په زرین خط ولیکل شي ، هغه دافشارو فتحه ده .

د ۱۳۷۱ لمریز کال ددلوې په سره څېله کې برهان الدین رباني غوښتل چې دقرغې دسرک شمالي برخې په خپله کوڅه واکي کې داخله کړي نوځکه یې مسعود او سیاف ته په افشارو او ( په خپل پوهنتون کې ) دحزب وحدت دمرکزي دفتر دنیولو په تکل دعملیاتو قومنده ورکړه ، ددې جګړې په مهال دعبدالعلي مزاري په مشرۍ دحزب وحدت کسانو د رباني پوهنتون ( !) دیوالونه سوري کړل او ځان یې دکابل لویدیځ ته ویوست خو دافشاروپه بې چاره او بې دفاع خلکو مسعود هغه دظلم میچنې وچلولې ، چې دغه سپیره کلی به یې کله هم هیرې نه کړي .

زه چې په رباني سرک درباني پوهنتون مخې ته ولاړ وم دافشارو له کلي سخت وشرمیدم نوځکه بیرته دښار په خوا راوتښتیدم .

په ښار کې نور داسې دپاموړ بدلون تر نظر رانغی ، یوازې همدا دسرکونو دنومونو ، عکسونو او نورو تبلیغاتي کارونو په برخه کې څه کار شوی وو او بل په شیرپور کې څو ډیر ښایسته کورونه جوړ شوي وو ، چې ویل کیدل څلورم چت ته یې همر واګون ورختلی شي .

دکابل په دیپلوماتیکه ساحه کې په یوه چوک ( چهار راهي مقاومت ) نوم ایښودل شوی ، خو ویل کیدل چې که چیرې دمقاومت مدعیان دچهارراهي له ملکیت څخه نه په شاکیږي نو بیا ددې په ځای ( چهار راهي شراو فساد ) بیخي مناسب نوم دی ، له همدې ځایه نه پوهیږم په کومه کوڅه برابر شوی وم چې دهوایي ډګر په سرک ورګډ شوم ، ددې سرک په لوحه لیکل شوي وو ( جاده مسعود بزرګ ) دا نوم تریوه حده مناسب راته وبرېښید ، ځکه له شش درکه نیولې بیا دری واړه مکروریان او هوایي ډګر هغه سیمې وې ، چې مسعود په کې له خپل سیال رشید دوستم سره سختې جګړې وکړلې ، او داسې معلومیده چې دجګړې په دې میدان کې مسعود بر وو ، خو دلته یوې بله بې انصافي راپه زړه شوه ، هغه داچې که چیرې داسیمه له دې امله دمسعود په نامه شوي وي چې دهغه دجګړې ډګر وو ، نو بیا خو باید دکابل بالاحصار داسدمارخور په نوم شي څوک چې ددوستم لخوا دسیمې مشر وو دغه راز باید دآب وبرق پخوانی ریاست دعبدل چریک په ریاست سره یاد شي ځکه هغه هلته پوسته درلوده ، او دکابل میدان هوایي دي دحکیم جرمن ګلم جمي په هوایي ډګر سره ونومول شي ځکه هغه ددې ډګر قومندان وو ، دغه راز پل آرتل او دهمزنګ دې دشفیع دیوانه په نامه ونومول شي ، ځکه هغه هلته پوره څلورکاله له میرمنو څخه تیونه پرې کول او په سرونو یې ورته ۹ نمبره میخونه ټکوهل ، که چیرې دانه کیږي نو کوټه سنګي ، دهبوري او ګذرګاه خو باید ضرور دابوذرغزنوي یا کریم خلیلي په نامه شي ، ځکه ددې سیمې یودیوال یې هم بې مهربانۍ نه دی پرې ایښي ، دغه راز به مناسبه وي ، چې میرویس میدان او دقرغې سیمه دانور ډنګر او شیرعلم په نومونو ونومول شي او جاده میوند ، تپه مرنجان ، شاه شهید ، کارته پروان او نورې سیمې دې ، دفهیم ، بابه جان ، سیدخیلي او بسم الله خان په نومونو شي ځکه دوی په دې سیمو کې ښې کارنامې کړي دي ، که دسروبي او نغلو بندونه دزرداد په نوم شي نو هم ښه خبره ده ځکه ده دیوې سپږې لپاره پوستین اور ته اچولی وو او درباني په خاطر یې دکابل په ټولو ښاریانو څو کاله برق قطع کړی وو .

زه په همدې سوچونو کې وم چې دکابل دکوم فاتح نوم د کوم ځای لپاره مناسب دی ، په همدې سوچونو کې تقریبا په ټول ښار کې وګرځیدم ،خو په دې پسې مې هم تلاش وو چې ودرې دافغانستان دتاریخ دمشهورو اتلانو او شخصیتونو په نومونو هم کومې سیمې نومول شوي دي کنه ، خو هیڅ سرک هم ترنظر رانغی ، په پای کې چې کله له کابله دوتلو په مهال په ختیځ کې دقلعه زمان څخه تیر شوم او په یوه دوړن سرک وربرابر شوم ، نو ومي لیدل چې ورباندې لیکلي دي د(احمدشاه بابا سرک ) ددې عجیبه نومونې سره دکلیوالو هغه متل رایاد شو چې بې انصافه ویشونکي ته به یې ویل ( غټې غټې ځان ته کړه ، وړې وړې داد خان ته کړه ) دکابل اوسنیو واکمنو هم غټ غټ چيل متره سرکونه ځان ته کړي دي او خپل نومونه یې پرې لیکلي دي ، خو دقلعه زمان څخه دپل چرخي په لور په دوړن سړک یې داحمدشاه بابا نوم ایښی دی ، دملابجلي ګر خبره هی شرمیدلیو . . . چې داسې حال وي نو د نیازولي خبره ( باران به څنګه وشي !!!)