کور / تازه خبرونه / غزني:طالبانو نن بيا دوه افغانان دجاسوسي په تور ووژل

غزني:طالبانو نن بيا دوه افغانان دجاسوسي په تور ووژل


وسله والو طالبانو دغزني ولايت په اندړو ولسوالۍ كې دوه ځايي اوسېدونكي وژلي دي. دغزني ولايت ځايي چارواكي وايي چې ددواړو وژل شويو كسانو مړي موندل شوي دي.پر دوى باندي طالبانو پرله پسې ډزي كړي اوپه بدن كې ډېركارتوس لګېدلي دي.چارواكي وايي چې دغه كسان ځايي اوسېدونكي وو اوناحقه دطالبانو له لوري وژل شوي دي.



وسله وال طالبان داخبره كوي چې دغو كسانو په سيمه كې دنړۍ والو ځواكونو او افغان چارواكولپاره كار كاوه او ددوى له لوري ووژل شول.خو ډېرى خلګ  وايي چې طالبان اكثره  هغه كسان هم دجاسوسي په تور وژني چې خپل خپلوان يې په حكومتي ادارو كې كاركوي.



په افغانستان كې دعادي افغانانو وژني اوس په جګړه كې دښكېلو غاړو لپاره عادي خبري دي او هيڅ ډلي،ګوند،اسياسي تنظيم دعامو افغانانو په وژنو سخت ګام نه دى اوچت كړى