کور / تازه خبرونه / ائيتلافي ځواکونو د ارزګان په دهراوت کي بمباري کړې ده

ائيتلافي ځواکونو د ارزګان په دهراوت کي بمباري کړې ده

تيره ورځ په ارزګان دهراوت کي د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو د ګزمې پر وخت هغوی د وسله والو طالبانو د بريد سره مخامخ سوه چي وروسته نښته رامنځته سوه ، د ملي اردو وسله والو ځواکونو د هوايي ځواک مرسته غوښتې چي وروسته ائيتلافي ځواکونو  ددوی په وينا په سيمه کي پر وسله والو طالبانو بمونه ورغوځول او څلوېښتو پوري طالبان يې وژلي دي ، بله خوا د ارزګان ولايت والي اسدالله همدرد د ازادۍ راډيو سره په خبرو کي د طالب وسله والو د وژل کيدو څخه ناخبري وښودل او يوازي د درو تنو وسله والو طالبانو د نيول کېدو خبره تاييد کړه .


ائيتلافي ځواکونه د وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کوي خو پخوا تر دې په نژدې ټولو ورته پېښو کي د سيمي عام وګړي ددغسي پېښو قرباني کيږي .


سيمه ايز خلک پر طالبانو او ائيتلافي ځواکونو دواړو سخته نيوکي کوي چي دواړه خواوي د وسلې په زور سيمي ته ننوزي او کله چي جګړه پيل سي نو په پايله کي ددوی کور کرونده او کلي د بمباريو هدف وګرځي .