کور / تازه خبرونه / د هالنډ دفاع وزير :زموږ پوځونه به په افغانستان کي پاته وي

د هالنډ دفاع وزير :زموږ پوځونه به په افغانستان کي پاته وي

د هالنډ د دفاع وزير نن په کابل کي د افغانستان ددفاع وزير ښاغلي وردګ سره د کتني پر مهال څرګنده کړه چي ځواکونه به يې تر هغو په افغانستان کي مېشت وي تر څو افغان ملي اردو پر خپلو پښو دريږي . دا په داسي حال کي ده چي تيره مياشت د هالنډ په ولسي جرګه کي تر ډيرو ناندريو وروسته په يوه ټولپوښتنه کي په سل کي ۵۴ هالنډيانو په ارزګان کي د هالنډي پوځونو د پاته کېدو سره مخالفت څرګند کړ .


۵۴ سلينه هالنډيان نه غواړي چي د ۲۰۰۸ ميلادي کال په اګست کي دي په ارزګان کي د هالنډي سرتيرو د پاته کيدو تړون بيا تازه سي خو په دې اړه د هالنډ ددولت رسمي پريکړه تر اوسه اعلان سوې نه ده  . د هالنډ د دفاع وزير د نننيو څرګندونو څخه داسي ښکاري چي هالنډيان به د خپل ولس د غوښتني خلاف د امريکې غوښتني ومني او د خپلو پوځونو د پاته کېدو موده به نوره اوږده کړي .