کور / شعر / ولي ؟

ولي ؟

د پښتنو د ستر  وتلي او منلي  عرفاني شاعر، لسان الغيب  رحمان بابا ، د خوږې غزلي په اقتفأ


ځان دي  خوار کړ دخودۍ په ارمان ولي ؟
خدای دي هېر کړ په سجود د شيطان ولي ؟
د خلوت په بند کي ناست يې پټي سترګي
پراخ جهان دي ځان ته تنګ کړ زندان ولي ؟
وېش د برخو ازلي دﺉ نه بدليږي
تا په تمه کرغېړن کړ ايمان ولي ؟
د منصور په دود به سر په دار ځړېږې !
د حق راز دي هر کوردِل ته عيان ولي ؟
لکه تندر او برېښنا  هسي غورېږې !
خپل کورګی ويجاړوې په توپان ولي ؟
پتنګ ګوره! څه په پټه خوله  سوځيږي
ته په آه و فريادڅيري ګرېوان ولي ؟
د پوخ ديګ خاموشي ګوره هونر زده کړه !
خام خوړو غوندي  بې تاب او ګريان ولي ؟
که مُراد د عاشقۍ پر کور مينده سي
ته مجنون پر ګړنګو او بيابان ولي ؟
چي د عشق کعبه لړلې په بتانو
 له دې  خپل سپېڅلي کوره روان ولي ؟
د يقين په نور جو هر دحق ليده سي
تا جوهر د حق نابود په ګومان ولي ؟
د نامه  له پاره ځغلې فرسنګونه
د زړه کور کي دي پريښی جانان ولي ؟
د قيامت نخښي څرګندي سوې هارونه !
لا غوټې کړې په دې ډنډ د دوران ولي ؟