کور / نثر / محبت

محبت


هره لار ده رانه ورکه بې مزله مې مزل دی
عالمانو لاره کوم ده محبت مې او ځل دی



لاس یې پر سر نیولی وو.داسې ښکاریده چې نه غواري څوک یې وویني. او یا څوک یې ونه ویني.نورو به داسې انگیرله چې ګواکې د سر په درد اخته ده… خو زه پوهیدم چې نه غواړي غمجنه څېره یې ووینم! او د اوښکو نه ډکو سترگو سره ماته مخامخ شي. چی زه وارخطا شم ، له ځایه پاڅم او ویی پوښتم چې ولې؟…

زه د هغو سترګو د لیدو په تمه مخامخ ناست وم.چې زما نړی،هیلې، اروزوگانې… او ژوند! په کې نغښتې وه.هو ژوند مې په کې نغښتې وه.

خو چا زه پوه کړې وای! چې نه غواړي ما وویني. په سترګو کې حال ووایي . په سترګو سلام وکړي. گیلې او جنگونه… وکړي.

نا چاره مې په ډېره ناهیلۍ عاجزۍ آسمان ته لاسونه پورته کړل او دا سوي خبرې مې له زړه ووتلې… چا دا زما نړۍ، هیلې… راورانې کړلې؟ او ولې؟؟؟

د خدایه مې دا وپوښتل چې اې! د زړونو با خبره خدایه ج! دا ښکلي دې ولې پیدا کولې ؟… بیا دې دومره نازک او ښیښیي زړه څله ورکاوه؟ چې په تش کتو مات او زرې زرې شي. او وینې د څاڅکو په شان له سترګو وغورځوي چې ټوله نړۍ پرې خبره شي. ټوله نړۍ !ټوله نړۍ!!

نا څاپه دې ولې له پامه وغورځیدم. زه خو ستا په ساګانو ژوندی وم. ته خو پوهیږې چې زه يوازې ستا په ساګانو ژوندی وم.ژوندی. ستا په قدمونو روانیدم. پر مخ تلم! تا سره. یوازې او یوازې تا سره!!!

په خندیدو دې له خوشالیه تر عرشه رسیدم او په غم دې تر لحده څوڅو ځلي…!

اې! زما هستی، اې! زما د ژوند سببه، ای ریښتنې مینې او اې د خوشالیو پرښتې!!! سترګې دې ولې رانه واړولې؟ ولې؟! او ولې دې شا شوه راته…؟؟؟!!!



ټولې دنیا ته مې د یو سړي صفت کړی دی
ما په یو څو ورځو کې څومره محبت کړی دی