کور / خبرتیا او پيغامونه / داطلاعاتو او فرهنګ وزير ته پرانستی لیک

داطلاعاتو او فرهنګ وزير ته پرانستی لیک

عالیقدره!

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د رامنڅ ته کیدو سره سم د افغانستان د دردیدلي اولس څه نا څه د هوساینې احساس کړی او د پرمختګ یون یې لاهم روان دی.د محترم حامد کرزی په مشری کې د څو کلنې ادارې کامیابې بهرنۍ پالیسۍ له امله مو ګران هیواد دا وخت په لسګونو هیوادونو په رسمیت پیژندلی او د قدر په سترګه ورته ګوري،د ګران هیواد د اصیل افغاني کلتور په معرفي کولو کې یو هم تر ټولو مهم رول په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان فرهنګي آتشې او فرهنګي خونې دي.

خو له بده مرغه پدې وروستیو کې باوري سرچینې وایي،دولت پلان لري په ځینو هیوادونو کې د فرهنګي آتشو فعالیتونه رسماٌ بند کړي چې د دوی له جملې څخه یو هم په پیښور کې د افغانستان فرهنګي خونه ده.

ښاغلیه!

شاید تاسې ته معلومه وی چی دپښور فرهنګی خونه دپخواني افغان قونصل عبدالخالق فراهي په هلوځلوپه نشت امکاناتو چوړه شوه او فرهنګي اثار ورته ډالۍ شول، په سوونو ټوکه کتابونه لري ،دافغانستان داصيل کلتور ښایسته اوحقیقي انځورګري ،لباسونه،تاریخي او ډول ډول فرهنګي اثار لري. پداسې حال کې چې ټول د څوتنو هیوادپالوانسانانو په هلو ځلو ممکن شوي دي او تردا مهاله یې په پاکستان کې اثار په لسګونو کلتوری میلو کی نندارې ته وړاندې شوي، او ښه مقام یی ګټلی چې دهفو له جملې څخه یې :

دښاغلی ظاهر بابری په مشرۍ کی 2 ورځنی د لاسی صنایعو نندارتون جې په سلګونو کتونکي يې نندارې ته راغلي وو.
د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر په میا شت کی داغلې پروین ملال لخوا ۳ ورځنی نندارتون چی د پښورپه نشترهال کی دایر شوی و په سلګونو نندارچیان ،بهرني میلمانه،لیکوالان،فرهنګیان او دکورنیواونړیوالو مطبوعاتواستازي راغلي وو.
داسلام اباد په نړیوال اسلامی پوهنتون کی هر کال د ۵۰ هیوادونو د ځوانانو لخوا کلنۍ کلتوري مسابقاتو ته اثار لیږل چی په ۲۰۱۰او۲۰۱۱ کلونو کې افغانستان اول مقام وګاټه.
۲۰۱۲ کال د فرورۍ په ۱۴ نیټه دپیښورپه مارکوپولو هوټل کی فرهنګي میله کی برخه اخستل او د افغانستان کلتوري سټال دګډونوالو لخوا ډیر وستایل شواو په جایزه هم ونازول شو.
۲۰۱۲کال دمارچ په ۱۴نیټه داسلام اباد په مارګله هوټل کې د پاکستان دملي کلتوري میلې په مسابقاتوکې برخه اخستل او هلته افغاني فرهنګي اثار دهمدې فرهنګي خونې لخوا لیږل.
د ۲۰۱۲ کال د مارچ په ۱۶ نېټه د اسلام اباد د ((NUML نمل پوهنتون په کلتوري مسابقاتو کې برخه اخستل چې د ګران هیواد ځوانانو هلته هم د فرهنګي خونې د اثارو په مرسته ښه مقام وګاټه .
د ۲۰۱۲ کال د نومبر په ۸مه نېټه د جنوبي آسیا د ځوانانو په کنفرانس کې چې د ۸ هیوادونو شاوخوا ۱۲۰ غړیو پکې برخه اخستې وه،د افغانستان فرهنګي نندارتون ته توکي د همدې نندارتون لخوا ورکړل شول،چې ګډون والو ډېر زیات وستایل.
همدا راز هره میاشت فرهنګي خونې ته د محصلینو ،ژورنالستانو،ادیبانو او بهرنیو اتباعو ورتلل هم د فرهنګي خونې یوه لاسته راوړنه ده.

عالي جنابه!

په همدې خاطر مون‌ږ ټول په هیواد او کلتور مین ځوانان له تاسې په کلکه هیله لرو چې د پیښور د کلتوري خونې د بندېدو په اړه دې له هر راز منفي عمل څخه ډډه وشي ،کنه نو خدای مکړه دا به په پېښور کې ؛د خانه فرهنګ ایران ،امیرکن کلچرل سنټر، برټش کونسل او نورو کلتوري خونو په وړاندې سر تسلیمول وي او د پښتنو په دغه حساسه سیمه کې به مو یوه ښه مرجع له لاسه ورکړي وي.

ستاسې د همکارۍ په هيله
په خيبر پښتونخوا کې د افغان محصلینو اتحادیه