کور / تازه خبرونه / په افغانستان کي د رڼو او سمو ټاکنو شرایط برابروو

په افغانستان کي د رڼو او سمو ټاکنو شرایط برابروو

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته کاندید جان کیري د امریکې د سنا مجلس ته ویلي دي چي امریکا او نړی به تر وسه وسه کوښښ وکړي تر څو په افغانستان کي د ټولو افغانانو په ګډون عادلانه او روښانه ټاکني تر سره سي . جان کیري د تیرو ټاکنو په اړه هم څرګنده کړل چي د ښاغلي کرزي او ده ده تر منځ لفظي شخړه د افغان حکومت د لاسوهني او د یوه بل سم انتخاب د نه درلودلو پر سر وسوه . نوموړي دا هم وویل چي دا ځل به افغان حکومت وهڅوي تر څو تیره کړنه تکرار نه کړي . په دی وخت کي د افغانستان د ټاکنو مستقل کمیسیون چي د شمالي ټلوالي پلوي ګڼل کیږي ،له داسي څرګندونو خوښي څرګنده کړی ده . همدارنګه د شمالي ټلوالي انډیوالانو ، ملي ایتلاف او ملي جبهې هم دا څرګندوني په نیک فال ګڼلي دي خو سیاسي شنونکي وایي چي که د امریکایي سناتور جانکیري خبری ته متوجه سو نو په تیرو ټاکنو کي یې د بد او بدتر تر منځ انتخاب کړی دی .