کور / تازه خبرونه / په سپین بولدک کي پاکستانی تاڼې ۳۰۰ متره نوري هم مخ ته سوی دي

په سپین بولدک کي پاکستانی تاڼې ۳۰۰ متره نوري هم مخ ته سوی دي

د (۱) ټلویزیون د راپور له مخي پاکستاني عسکرو خپلي تاڼی د افغانستان خاوري ته نوردری سوه متره ننیستلي او پر افغان خاوره یی پوستی اچولي دي . په دی راپور کي د کندهار د والي ویاند دا چاره د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلنو ترمنځ کړنه ګڼي او وایی چي اوس د دواړو خواوو تر منځ خبري رواني دي تر څو دی مشکل ته لاره پیدا کړي . د یک ټلویزیون راپورتر د سیمي له پنځو اوسیدونکو سره ږغیږي او د هغوی نظر په دی اړه پوښتي . پنځه کسان چي د همدی سیمي اوسیدونکي دي په یوه خوله وایي چي پاکستان زموږ ټوله خاوری نیولې ده او په کار ده چي افغان حکومت د ټولي خاوري غوښتنه وکړي . ټوله په یوه خوله وایي چي بولان او اټک زموږ د خاوري نه بیلیدونکي سیمي دي .