ترکمنستان د افغانستان د سولي د خبرو د پیل هیله مند دی

40 | جنوري 25th, 2013


د ترکمنستان جمهوریت پلازمینه عشق اباد د پنجشنبی په ورځ د افغانستان په اړه د «سیمیز بنسټونه » تر نامه لاندي د یوې غونډي شاهد وو . دغه غونډه د استانبول د ۲۰۱۱ کال اود ۲۰۱۲ د کابل د نړیوالوکنفرانسونو د اجراتوپه تړاو جوړه سوی وه . په کنفرانس کي افغانستان ته د سهولتونو د ایجاد او ظرفیتونو پر لوړولو خبري اتري وسوې . د دی غونډی په اجندا کي د افغانستان پر سیاسي ، اقتصادي ،امنیتي ، پوهنیز،کلتور ي او د قانون د تطبیق پر ظرفیتونو خبري او پریکړي وسوې . په دغه ناسته کي د ملګرو ملتو نو متخصیصین ، د همدی سازمان د مرکزي اسیا د دیپلوماسۍ غړي ،د اقتصادي همکاریو د سازمان غړي ،د اسیایي بانک د اسیا او افغاني مقاماتو په ګډون ،ترکمنستان ، اذربایجان ، هند ،ایران ، قزاقستان ، قرغزستان ، پاکستان ،روسیه ، تاجکستان ،ترکیه ،ایټالیا ، المان ، بریطانیه او د امریکادمتحده ایالاتو هیت ګډون کړی وو . سیاسي او اقتصادي څیړونکي افغان دولت ته مشوره ورکوي چي د داسي فرستونو څخه په لوړه کچه استفاده پورته کړي . افغانستان د نړیوالي توجه مرکز ګرځیدلی دی . دولتونه د خلکو د ژوند او خیر ښیګڼي لپاره مسول دي .

Copyright Larawbar 2007-2024