کور / شعر / مخ که مي کعبې که بتخاتې ته اړولی دی

مخ که مي کعبې که بتخاتې ته اړولی دی

مخ که مي کعبې که بتخاتې ته اړولی دی
ما د خپل جانان د کوڅې لوری پیژندلی دی
شیخه چي په شک مي درته وکتل معذور یمه
ما دي د کوثر په نوم د زهرو جام چښلی دی
کله د طاووس په رنګینیو پټیدلای سې
مار دي په لستوڼي کي آدم ته ور وستلی دی
ستا شور به مي څنګه د صنم له کوڅې وباسي
ما یې له منبره د بلال ږغ اوریدلی دی
اوس به دي وعظونه د ګریوان تر تڼۍ تیر نه سي
دلته لیونیو نن د عقل ښار نیولی دی
پریږده چي تڼاکي مي اوبه کم په اغزیو کي
سیوری د قسمت مي په دې لاره کي لیدلی دی
پټ راته مغان په لنډه لار کي راته وویل
پل چي یې د ده پر پلونو ایښی دی ښاغلی دی
نن دي جهاني لکه پانوس لمبه لمبه وینم
بیا دي څه الهام د زړه په ښار کي اوریدلی دی
د ۲۰۱۳ کال د جولای څوارلسمه
ویرجینیا