کور / z_buitenland_news -- 5 / م م: په نړۍ کي د اعدام سزا د بندېدو غوښتنه کړې ده.

م م: په نړۍ کي د اعدام سزا د بندېدو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسيون په ټوله نړۍ کي د اعدام سزا د بندولو غوښتنه کړې ده.


99 هيوادونو په نيويارک کي په دې هکله د يوه پرېکړه ليک طرحه ومنله، چي دهغو په ډله کي ټوله اروپايي هيوادونه شامل دي. 52 هيوادونو مخالفي رايي ورکړي او 33 هيوادونو ممتنع رايي کارولي دي. تر رايو ورکولو دمخه يو ضداونقيض بخث وسو. د مصر، جميکا او سينګاپور په ډول د اعدام دسزا پلويانو پر اروپايي هيوادونو باندي د استعماري وکيلتوب د کولو تور ولګوي. د بشر د حقونو د نړيوالي ټولني امنستي انترنشنل د معلوماتو د مخه ، اوس د نړۍ په 66 هيوادونو کي د اعدام سزا عملي کيږي. چي د هغو د جملې څخه په چين، سپيني روسيې، پاکستان، ايران او د امريکې په متحده ايالتونو کي.