کور / تازه خبرونه / وسله والو طالبانو ولسي وګړي په ګوليو وويشتل !

وسله والو طالبانو ولسي وګړي په ګوليو وويشتل !

دكندهار ولايت دژېړۍ ولسوالي په حوض مدد سيمه كې دهلمند كندهار پر لويه لاره داولسي وګړو صرف ډوله موټر باندي پرله پسې ډزي وشوې .


په بريد كې دوې ښځي يو ماشوم اويو بل كس سخت ټپيان شول .


حكومتي مامورين وايي بريد وسله والو طالبانو كړى دى .


طالبان تل پرلو يو لارو پر حكومتي موټرو بريدونه كوي او صرف هغه موټر دې چې تر ډېره بريده له حكومتي ساتونكو سره تړاولري . خو هم دانن دكندهار په ګاونډي ولايت زابل كې دكابل كندهار پر لويه لاره كلات ښارته نېژدې هم وسله والو طالبانو پر يوه ولسي موټر بريد كړى دوه عام وګړي يې ټپيان كړي دي .


دكلات په مولكي روغتون كې ټپي شويو ولسي وګړو وويل چې دوى له كابل څخه كندهار ښارته په يوه واده كې دګډون لپاره تلل چې طالبانو وويشتل ددوى په ګوليو ويشتل شوى كرولا ډوله موټر يوازي عام وګړي دسورلۍ لپاره كاروي .


ډېرى خلګ وايي چې افغان ولسي وګړي اوس دهيواد په بېلابېلو برخو كې دحكومت پلوه زور واكانو او وسله والو طالبانو لخواوژل كېږي  او زورول كېږي .


خلګ وايي كه دوژنو او زورونودالړۍ دوام ومومي ولسي وګړي به خپلو سيموته دطالبانو او زورواكانو ورتګ بند كړي