کور / خبرتیا او پيغامونه / دسردار محمد عمر خان پرمړينه دخوا شنۍ پيغام

دسردار محمد عمر خان پرمړينه دخوا شنۍ پيغام

د ډيمو کراسۍ دلاري پيا وړي مبارز او ملي شخصيت سردار محمد عمر خان دمړيني خبر مو دا اوس تر لاسه کړ .


      سردار محمد عمر خان چي دخپل ژوند يوه لويه برخه يې دهيواد په روښان اندو مبارزو کي تيره کړيده نن ورځ دنوامبر پر ١٥ نيټه دهامبورګ په ښار کي دغرمې پر ١٢بجو په حق ورسيد ( روح دې ښادوي) .دمرحوم سردار صاحب جنازه دهامبورګ څخه دچهار شنبې په ورځ پر١٢بجواخيسته کيږي اوکندهار ته د جمعې د شپې پر ١٠بجورسيږي اوخاوروته سپارل کيږي . اوفاتحه يې پراوله دډسمبر په هامبورګ کي اخيستل کيږي ، پردوهمه دډ سمبربيا په فرانکفورت کي اخيستل کيږي . د ډيرومعلوماتودپاره دتيلفون شميره ده په هامبورګ کي دنويالي ميوندکور: ٠٠٤٩٤٠٧١٥٨٠٩١ ـ او فرانګفورت کي دزلمي ميوندکور ٠٠٤٩٦١٠٢٨٣٤٨٥٠


دمرحوم سردار صاحب لنډه پيژندنه :


      مر حوم سردار محمد عمر خان د مر حوم سردار احمد جان خان زوی او په کال ١٩١٩م کي د کندهاردميوند په ولسوالي کي په يوه روڼ اندي کورنۍ کي زيږيدلی او دنيا ته را غـلی دی ، هغه خپلي ابتدايي زده کړي په کند هار کي تر سره کړي دي . مرحوم سروار محمد عمرخان دافغانستان دبيا ابادولو او سمسور تيا سره ډيرمينه درلوده اود همدغه ميني په بنسټ يې لو مړی دويښ زلميانو د جنبش ملاتړ وکړ . هغه دژوند تر پايه دافغانستان دډيرو مشهورو مباريزانو ملګری اوملا تړی وو. دهغه په کور کي به تل دوخت دمنورينو لکه : محمد هاشم ميوندوال ، عبدالروف بينوا ، عبدالشکور رشاد ، محمد علم بڅرکی ، عبدلاروف ويسا ، محمد ابراهيم خواخوږی اوداسي نور مشهورو کسانو به دمرحوم سردارصاحب پرکور غونډي او مجلسونه کول. هغه دډيمو کراسۍ او دهيواد دبيا رغوني سخت ليواله ؤ ، اودهمدغه روحې په اساس يې خپله کورنۍ هم دهيواد پالني او ډيمو کراسۍ پر روحيه روزلې ده . دمر حوم سردار محمد عمرخان اولا دونه هر يو په جلا جلا ريشتو کي لوړ تحصيلات لري . او ښځو اونارينو يې ټولو لوړ تحصيلات تر سره کړي او په هيواد کي يې خدمتونه کړي دي . چي دا هم دمر حوم محمد عمر خان هغه مينه ده چي دښوني اوروزني سره يې لومړی په خپل کور کي تطبق کړې ده. هغه به ټول عمر ځوانان دبيا ابادولو او ملي غو رځنګونو ته هڅول . ما چي ١٢ټولګي په کندهار کي ددوی په کور کي ولوستل اودا په داسي حال کي وه چي زما کورنۍ په دې وخت کي په کابل کي وه او دا وخت زمينه ماته مرحوم سردار صاحب برا بره کړې وه . هغه په کند هار کي يونامداره او ملي شخصيت دی چي هر څوک يې دنوم سره بلد دي . داحمدشاه بابا علمي ـ ادبي ټولنه په داسي حال کي چي دهغه دلاري ملګرواود هغه پاته کورنۍ ته تسليت وايي ؛بلکي دهغه مړينه دهيواد دپاره يوه لويه ضايع هم بولي .
ان لله ان الله را جعون
دټولني په استازيتوب ننګيالی  ـ بڅرکی