کور / تازه خبرونه / په نوزاد ولسوالي كې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

په نوزاد ولسوالي كې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

هلمند:


 ځايي اوسېدونكي وايي چې نن ماذديګر دهلمند په نوزاد ولسوالي كې دافغان پوځ او نړۍ والو ځواكونو له لوري دتوپونو په ډزو كې دوه ولسي وګړي ووژل شول او يوبل سخت ټپي شو. ټپي شوى كس نړۍ والو ځواكونو ددرملنې لپاره خپل روغتون ته لېږلى دى .


ځايي خلګ وايي چې دوى په سخت كړكېچن حالت كې ژوند كوي  اوپه سيمه كې په جګړه كې ښكېلو غاړو ددوى ژوند ته ګواښ ورپېښ كړى دى .



دعيني شاهدانو په خبره په باغونو كې طالبان دي او وخت ناوخته كليو ته هم راوزي او دطالبانو دغه كار افغان ځواكونه اونړۍ وال پوځيان دې ته هڅوي چې پر خپلو مخاليفينو ډزي وكړي او ددغو ډزو په بدل كې ډېره مرګ ژوبله ولسي خلګوته وراوړي.



ديادولو وړده چې اوس په نوزاد ولسوالي كې ډېرى اوسېدونكو د(كولې غره) ته كډه كړې او له خپل كلي اوكور څخه ليري په خپله سيمه كې دمسافري ژوند كوي .خلګ وايي چې ديخنۍ او موسم له كبله يې ګڼ ماشومان په بېلا بېلو ناروغيو اخته شوي دي.