کور / تازه خبرونه / دسناتور ميربت خان منګل په کوروسله وال بريد شــوئ

دسناتور ميربت خان منګل په کوروسله وال بريد شــوئ

په مشرانو جرګه کې دسناتور ميربت خان منګل په کوروسله وال بريدشوی


 د خوست ولايت څخه په مشرانو جرګه کی د سناتور ميربت خان منګل په کورباندې  بيګا شپه د نا مالومو وسله والو کسان لخوا بريد شوی چې درې کسان دده وروڼه پکې ټپيان شويدي


  دخوست ولايت د امنيې قوماندان جنرال ايوب غورځنګ پاڼې ته وويل چې يادشوي بريد د جمعې په شپه نا وخت د دولت ضد وسله والو کسانو لخوا د ميربت منګل په کور شوي چې له امله پر ما لي زيان سربيره د منګل دري وروڼه هم ټپيان شويدي


  ايوب زياتوي چې پدې بريد کې سپکې او درنې وسله کارول شوي چې نيږدي کورونو ته يې هم مالي زيان اړولی دی


  په خوست کې دا لومړی ځل ندی چې د دولتي کسانو په کورونو بريد کيږي بلکي خوست دېته ورته د نورو پيښو پخوا هم شاهد دی.