کور / تازه خبرونه / پونې: په سلهاوو افغان محصلین فارغ شول

پونې: په سلهاوو افغان محصلین فارغ شول

د هند د پونی ښار د پونی په پوهنتون کې سږکال شاوخوا دوه سوه (۲۰۰) تنو افغان محصلینو خپلی لوړی زدکړی بشپړی کړی . دوی چي د تجارت، اقتصاد ، سیاست ، کامپیوټرساینس ، حقوقو او سیاسي علومو محصلین دي تیره شنبه یی دفراغت مراسم دیوی شانداری غونډی په ترڅ کي چی په پونی کی د سیمبیوسس کالج لخوا جوړه شوی وه ونمانځل .
په دغه شانداری غونډی کی د هندوستان د خارجي امورو وزیر ښاغلی رنجن متای، د جنوبی سوډان سفیر ښاغلی ډینیل پیټر اوتول، د سومالیی هیواد سفیره اغلی ایبیان محمد سلاح او نورو لوړپوړو چارواکو هم ګډون درلود، دوی په خپل وار ټولو محصلینو ته مبارکی وویله او ویی هڅول تر څو خپل د هیواد په ابادۍ کی په پوره توګه برخه واخلي.
دغه پروګرام هر کال د نوموړی کالج لخوا په شاندارو مراسمو تر سره کیږي. چه پکی د ۴۹ هیوادونو محصلین برخه اخلي.
د یادولو وړده چی د پونی په پوهنتون کی اوسمهال د (۴۹ )هیوادونو محصلین زدکړی کوي چه اکثر محصلین پکی افغانان دي.
افغان محصلین د دولت څخه غوښتنه کوي چه دغو محصلینو ته د ماسټرۍ بورسونه او د کار زمینه مساعده کړي تر څو د جامعی لپاره د خدمت مصدر وګرځي.