مارشال فهیم:هروخت چي پیسي راکوی طرفداردي یم اوکه پیسي رانکړي پرضددي یم
59
دجمهوری ریاست مرستیال محمدقسیم فهیم نن سه شنبه دوالیانودکنفرانس په یوه غونډه کي وویل،دافغانستان راتلونکي حالت اودیوه قوي ټيم دنه درلودلوستونځه هغه څه دي چي داوسني دولت دځاي ناستي په اړه یې اندیښني راپیداکړي دي.
مارشال محمدقسیم فهیم وویل،چي یوملي ټولنیزټیم بایدجوړشي اودغه ټولنیزټیم دزلمي خلیلزاددډلي په شان نه وي،ځکه چي هغه یوامریکایې دئ او دکرزي وړونه هم امریکایان دي.هغه داونه ویل چي کرزي خوهم یوامریکایې وو.
دګاونډیوهیوادوپه اړه ښاغلي فهیم پرپاکستان باندي سخته نیوکه وکړه. هغه پاکستان وغاندي چي دافغانستان دسرحدي ولایتونوپرخلکو باندي پاکستاني شناخته کارټونه اوتذکري ویشي.ده دافغانستان ګاونډیان دیوه وحشي لیوه په شان وګڼل.مګرمارشال فهیم دایران اونوروګاونډیانو نومونه په ډاګه نکړه.
هغه وویل چي ځیني کسان زماڅخه دپیسو غوښتنه کوي اودخپلو زامنو دودونولپاره اوداړتیاوودپوړره کولو لپاره زماڅخه پیسي غواړي.دئ وایی،کله چي زه مجبورشم نوبیا دوی ته وایم چي زه خو سره میاشت نه یم چي دهرچاسره مرسته وکړم.
په پای کي فهیم زیاته کړه چي که چاته پیسی ورکړي طرفداردي دئ اوکه پیسي ورنکړي بیاهغه ستا پرضددریځ نیسي.
مارشال فهیم دا ونه ویل،چي دافغانستان دجمهوری ریاست دراتلونکي انتخاباتولپاره به دده په نظر دي چوکي ته وړکس څوک وي اودده لخواه دجمهوری ریاست لپاره ښه کاندیدڅوک دئ.