سلګونوځوانانوپه کندهارکي دطالبانوڅخه داوربنداودبین الافغاني سولي دخبرودپیل غوښتنه وکړه

59 | جون 24th, 2013


کندهار، افغانستان ۲۳جون ۲۰۱۳:دځوان حرکت ټولنې له خوا نن دیوې غونډې په ترڅ کې سلګونوځوانانو خوښي وښول،چې دطالبانو ادرس څرګند اودسولې دخبرو ددوام لپاره زمینه برابره سوه.
یاده غونډه، چې دځوان حرکت ټولنې په دفترکې جوړه سوې وه، ځوانانو هیله څرګنده کړه،چې ددې دفترڅخه یوازي دافغان سولې لپاره کارواخستل سي.
ځوانانو دطالبانو څخه وغوښتل،چې دسولې دخبرو دپیل سره؛ نورمسلمان او افغان وژنه بس کړي.
دغونډې یوه ویناوال او دځوان حرکت ټولنې غړی خوشحال اشرفی وویل، چې دطالبانو نظامي فعالیتونه دسولې خبروته زیان رسوونکي دی.
اشرفی زیاته کړه، چې دسولې خبرې دجګړي د پایته رسولو لپاره کېږي،خو که طالبان بیا هم جګړه کوي، نو دسولې خبرې کومه ګټه نه لري.
ځوانانو په دې هم خواشیني وښول، چې طالبانو دقطر دفتردسولې دخبروپرځای داسلامي امارت په نوم یادکړ.
دغونډې دویناوالو مهمه هیله دا وه، چې د سولې خبرې باید بین الافغاني بڼه پیدا کړي اوطالبان نورو هېوادونو ته دا چانس ورنه کړي، چې دمنځ ګړی په توګه په موږکې خپلې ګټې خوندي وساتي.
دځوان حرکت ټولنې عمومی مسول احمد شاه سایل دخپلو خبرو پر مهال وویل،چې د نورو هېوادونو منځ ګړیتوب موږ ته سوله نه راولي، بلکي دافغان اومسلمان وژني لوبه نوره هم اوږدوي. هغه دطالبانو څخه غوښتنه وکړه، چې افغانستان دخلکو په خوښه جوړسوې مشروع دولت لري او بایدطالبان دیاددولت سره دسولې خبرې وکړي.
دغوندې دګډونوالو غوښتنه دا وه، چې طالبان یا نورې ډلې بایددپردیو په لمسون د افغان دولت سره موازې ادارې جوړې نه کړي، بلکې دهمدې ادارې په چوکاټ کې خپلو سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړي.
رالیږونکي:ځوان حرکت ټولنه

Copyright Larawbar 2007-2024