دایټالیاپخواني صدراعظم سیلویو بیرلوسکوني په (۷) کاله بندمحکوم شو

59 | جون 24th, 2013


یوبیړني خبرچي همدااوس راورسیدی وايې،چي دایټالیا پخواني صدراعظم (۷۶ )کلن سیلیوبیرلوسکوني دمراکش دیوي کم سني نجلي سره دجنسي اړیکو په توردمیلان دمحکمي لخواه په اووه کالوبندمحکوم شو.ددي محکمي پریکړه لاتراوسه پوري اخرنې نه ده،ځکه کیدای شي چي نوري عالي محکمي دغه پریکړه بیرته واخلي.
دایټالیا يوي ځانګړۍ محکمي دغه پریکړه نن دبیرلوسکوني په مقابل ّهغه وخت وکړه چي بیرلوسکوني دخپل حکومت دصدارت پرمهال په (۲۰۱۰)کال کي دیوی مراکشي نجلي سره( دکریمه المحروق)په نامه چي نوموړي هغه وخت (۱۷) کلنه وه دپیسو په زورجنسي اړیکي نیولي وي.
داسی ویل کیږي چي دایټالیااوسني دولت به ډیرکموزوري شي،که په ریښتیاسره بیرلوسکوني زندان ته ولیږل شي،ځکه چي دایټالیاپه ائیتلافي حکومت کي ډیرزیات دبیرلوسکوني دپارټي کسان شتون لري.
بیرلوسکوني دایټالیایوه وتلي اومشهوره څیره ده .هغه دري ځلي دایټالیا دحکومت واګي په لاس کي نیولي دي ،اودایټالیایو بډایه شتمن میلیونرشخص دی. هغه دایټالیادڅو ټلویزیونو دشرکتونوخاوند هم دی ،چي په ټوله ایټالیا کي ډیر همغاړي طرفدار کسان لري.
بیرلوسکوني دخپل اخرني صدارت پرمهال دعشق اومحبت په هوسونوکي دومره ډوب شو ،چي خپله ښایسته اصلي میرمن ویکتوریایې داولادونوسره له لاسه ورکړله اوهغي ورڅخه رسمي طلاق واخیست.
ډیر کسان باورنلری چي دبیرلوسکوني غوندي کس به دزندان دروازوته ولیږدول شي ، ځکه هغه ډیرشتمن اودښو باتجربوووکیلانو ملاتړ ورسره دی.داچي وروسته به څه پیښ شي موږ او تاسو به یې واورو اووبه یې ګورو.

Copyright Larawbar 2007-2024