کور / علمي / دوویشت کلن محصل پنځه دیرش ژبي زده کړي دي

دوویشت کلن محصل پنځه دیرش ژبي زده کړي دي

د مارتین کــُخ لیکنه 


د جرمني له شپیگل آنلاین  څخه


د ۲۰۰۷ کال د  نوامبر شپږمه نیټه



څوک چې د یو پوه ځوان په حیث په دريو څلورو ژبو حاکم وي، هغه یو استثنایي سړی بلل کیږي.



 د بن ښار سبستیان هینه بیا هر کال دري څلور ژبي زده کړي دي. په دې ترڅ کې يې پنځه دیرش بهرنې ژبې زده کړي دي. له ارمنی څخه تر اوزبکې او بیا خپلي زړه بایلونکې ژپه پښتو پوري.


سبستیان  هاینه



سبستیان هینه د بن پوهنتون په کتابتون کې پر میز ایښودل شویو کتابونو ته په اشاره وایې.



نه زه نابغه نه یم، دا یواځې زما د زیار، هڅو او کوښښ پایله ده. زه هره ورځ د بلي ژبې  سپڼ یا لغات زده کوم. ورسره هره ورځ ژبښود یا ګرامر تکراروم.



البته چې دغه  د ځان ارزونه د دغې دوویشت کلن ځوان د نسواري، کارکوټي ویښتانو سره ډیره حیا ناکې او بې کبري ورښيي.



ځکه هیڅ یو سړی نه شي کولاي پرته له فوقوالعاده وړتوب او پوهي څخه له دیرشو پورته پردي ژبې چې زیاتره یې د منځنې او نږدي ختیز ژبې وي،  زده کړي.



هغه ژبې چې د زده کړی دي به لاندي ډول دي.


 


پخواني فارسي ، اوستائي ، پهلوي ، باختري، سغدي ، ساکي ، پښتو، پراچي ، ارموري ، واخي ،  یغنوبي، سنګليچي ، اشکامي ،  اوستایي ( آسی ) ،یدغا ، منجي،اردو ، هندي ، فارسي، پنجابي ، سندي، کورمانچي ــ کردي ، بلوچي ، سنسکریټ ، پالي ، ګندهاري ، لاتیني ، یوناني ، لرغوني ایرلندي ، منځني کیمري ، ګوټي ، اوزبکي ،ارمينایي ، عربي ، فرانسوي ، انګلیسي .


 



د ژبې  زده کړي پیل یې کابو ووه کاله  مخ کې کله  چې دی  د هسن ایالت  د فرانکن برګ  ښار  د ایدرتال په ښوونخې کې پر زده کړه بوخت وه، هغه مهال دی د پنځلسو کلو وه.  د هومر اصلي متن  د لوستلو بر مهال یې وموندل  چې یوناني او سنسکریټ  له یو بل سره  نږديوالې او تړو لري . دغې تړو دی نورو پلټنو ته راویښ کړ او هڅه یې وکړه چې د سنسکریټ ژبه زده کړي .


 


دی چې د یو تاریخ پوه زوي دي، هر کال ورسته یې دري څلور ژبې زده کولې. او دی ډیر خوشحاله وه، له دې چې دی د هم صنفانو او ملګرو سره دسکوتیک ولاړ شی، په دغه چار بوخت دي..



کله چې سبستیان هینه په اعلی درجه خپله بکلوریا تر لاسه کړه، د بن په پوهنتون کې شامل شو او زده کړي د ٬٬ اندو جرمانیستیک  [ د هندو جرمن  د ژبو ادبیاتو ] په څانګه کې  او فرعې څانګه یې  اندو لوژي  [ هند پوهنه ] ، سلتو یا کیلتو لوژي  چې  په پخوانیو او لرغونو عصر کې د ښکلا او زړنونکې څانګې وی په زده کړو پیل وکړو.



همدا اوس یې خپل دیپلوم وکړ چې په هغه کې د پښتو ژبې فعل یا  کړ  پلټلې دي.،  دغې ژبې ته دی د زړه له تله مینه لري .



دی پښتو ژبه داسې تعریف او په نښه کوي،  پښتو د ټول انسانې ژوند یو موزائیک دي. پښتو په یو وخت خوږه او ډیره زیګه ده .



پښتو بیحده په زړه کې ښکلې احساسیدلې شي . له بله پلوه ډیره ټینګه او میړانې ده. پښتو د ژوند هنداره او ژوندی ده. چیخه ګدوي ، زاړي ، خوشحالې کوي ، زګیروي او  ویر کوي او د مرګ تمثیل کوي.



پښتو د ژوند یو احساس دي



کله چې سبستیان هینه خپلې ګرانې ژبې ته بې شانه مینه څرګنده وي ا و د  پښتو ژبې شعرونه دکلمه کوي، سترګي پړکه او ځلا  کوي. دی  بلکول په یوه بله نړۍ کې ډوب شي.



ښایې دغه جزباتي لیوالتیا د هغه پوهنتوني ملګرو ته عجیبه ښکاره شي. دی بیا له دوي سره غرض نه کوي.



دی ته بې تفاوته  ده چې  د ده نورملګري د ده په برخه کې څه فکر کوي.



دغه د ژبو متخصص چې تل د دریریشي او ښکلې خت سره  په خلکو کې راجوت کیږي، د محصلي بدلون موندونکې ژوند یې مخ ته کړي دي . اټکل هره ورځ  په المان کې له اقغانانو سره مخامخ  یا ناسته لري.  دی له هغوي سره دلته په المان کې ملګرتیا او پیژندګلوي لري.  جشنونو او غونډو کې برخه اخلې [ د لیکني ژباړن دی هم یو وار لیدلي دي ] د خداي او نړۍ په برخه کې بحثونه کوي. البته په پښتو، نه په المانې ژبه.



له دوي څخه یې هم زده کړي  دي چې پښتو نه یواځې یوه ژبه ده بلکه د ژوند څخه درک او یو احساس دي.



د پښتنو د عزت کودکس [ د ژباړن شرحه،  نه لیکلي شوي حقوقي نورمونه ، قانون او د پښتنو دودونو خورا مهم اړخونه دي ]



یعنې ریښتینولي ، عزتمن  اوسرلوړي ژوند اختیار کړه،  د میلمه پالنه وکړه،  دښمن ته بښنه او زړه سوی وکړه، ورسره پښتو وکړه،



کله چې تاسو د دوي  سره  د دوي په ژبه  خبري  کوي، نو هڅه کوي چې د دوي د ژوند اړیکو باندي څان پوه کوې او ویې منې.



ډیرو نویو ملګرو ته [ افغانان]  ګرانه وه چې باور وکړي، هغه څوک چې پښتون نه دي کولې شي په  روانه ټوګه په خپله ژبه له هغه  سره غږیدلي شي.



همدا وجه وه چې دی نوره هم د زړه له کومي د دوي په  ډیرو کې ځاي ومومي.



سبستیان هبنه یوه وړه ظاهري د پام وړ د نږدي والي په وجه دودیزه  زیره  پریښودله چې  ډیري  حیاناکه  پایلي سره مل وه.



په یوه موسکا یې پام خپلي عجیبي زیره ته  په لاس راوګرځوه.



افغانستان ما ته یو خوب  دي


 د افغانستان اوضاع او روان حالات او سبستیان هینه  ژبپوهني  ته په کتو  سره  د ډیرو شرکتونو، کمپنیو، مرستندیو ټولنو او په  پوځ کې  دروازي  ورته خلاصی دي.  د المان پوځ له  د ه  نه غوښتنه کړي،  چې په سیمه کې د ژبو په څرنګوالي کې یو لکچر ورکړي .


دغي چار لپاره یې ځان چمتو کړي دي. ځکه ده ته خورا موهمه ده، خپله پوهه په سیمه کی نوروته په اختیار کې  ورکړي.


دی بیا د یو ژبپوه په حیث د افغانستان پرمختګ او بیارغوني مرستي ته د شکمن لیدلور په څیر ګوري. دی زیاته وي. اکثره پروژي په فارسي ژبه  کې چې یوه یې د افغانستان له دوو رسمي ژبو څخه ده، سر ته رسول کیږي . البته  په فارسي زیاتره د هیواد په شمال کې خبري کیږي.


سبستیان هینه  ګوتنیونه کوي او وایي . دولس میلیونه پښتانه د هیواد په سو یل کې په پښتو خبري کوي. په همدي وجه دوي ته ډیري د مرستندویه پروګرامونو مرستي  نه رسیږي.


دی خپل راتلونکې په تدريسولو، پلټنو کې ویني او نه غواړي خپل ځان په اقتصادي، سیاسي چارو کې اړباسي.


ورڅخه یره لري، کله چې سړي یو وار ورننوت بیا د وتلو لاره یې تړلي وي.


کله چې ټولي چاري یې په سمه لار روانې شي، بیا دی غواړي د دي کال تر پایه په خپله دوکتورا باندي چې د المان د خلکو تحصیلې موسسي لخواه ورته یو بورس په ٬٬ ختیځو مطالعاتو او افریقا ښوونځي ٬٬  چې په لندن کې دي ، پیل کوي .


له هغه  ورسته به  دی په ډیره مینه د یو پوهاند په څیر هغو سیمو ته ولاړ شي  چې دی یې پر ژبو لاس بري وي او دی هلته هیڅ نه وي تللي . 


دی وایې افغانستان ما ته د یو پوهاند په حیث یو خوب دي. بیا د ده سترګي په ځلیدو پیل وکړ.


کړدودنه یا دیالیکتونه بایدوڅیړل شي، ژبې چې تر اوسه یې ګرامر یا ژبښود نه دي لیکل شوي ، د هغه تاریخ، کیسي، نکلونه، اوساني او شعرونه دغه ټوله ښکلا ما په  نه منونکې  ډول لمڅوي.


دی هیله من دي  چې د افغانستان سیاسي او ضاع ژر ارامه شي، د بیلګه په توګه دی د کابل په پوهنتون کې زده کړه ورکول او پلټني وکړي شي.