کور / تازه خبرونه / دکابل ښارپه یوه کورکي دچین هیوادتبعه دري تنه مړي پیداشوی دي

دکابل ښارپه یوه کورکي دچین هیوادتبعه دري تنه مړي پیداشوی دي

کابل:په کابل کي دچین دلوی سفارت چارواکي وایې چي،دچین هیواددروتنومړي دکابل ښارپه یوه کورکي هغه وخت پیداشول،چي تیره اوونې وژل شوی وو.دهغوی په وینادوه تنه چینایې وګړي لاتراوسه لادرکه دي.
په کابل کي دچین سفارت چارواکي دافغان امنیتي چارواکوڅخه غواړي،چي ددغوکسانو دوژلو عاملین پیداکړي اوپه دي اړه زموږسره همکاری وکړي.
داسي ویل کیږي چي ددغو دریوچینایانودمړو سره یوځای دیو افغان مړې هم موندل شویدی.امنیتي چارواکو وایې چي تراوسه پوري دچینایې وګړودوژلواودهغوی دورکیدوانګیزه نه ده څرګنده شوی.
په کابل کي دمګړۍ یوزیات شمیرچینایان په شخصي اوخصوصي کاروباروباندي لګیادي او زیاتره یې دهوټلونواورستورانو په چارو بوخت دي.