کور / تازه خبرونه / دافغانستان په جګړه کي تر(۶۰۰) زیاتوانګلیسي سرتیرومغزي زیانونه لیدلي دي

دافغانستان په جګړه کي تر(۶۰۰) زیاتوانګلیسي سرتیرومغزي زیانونه لیدلي دي

لندن:دانګلستان د«سنډۍ ټایم »ورځپاڼي په یوه خبرکي راغلي،چي په افغانستان کي ددوولسوکلونوجګړو اودبمي چاودنوله کبله دانګلستان دسرتیرو په منځ کي د(۶۰۰) تنو څخه زیاتو سرتیرومغزی اورواني مریضي پیدا کړي دي.
دراپورسرچینه وایې :چي د ۶۱۶ سرتیروله ډلي څخه (۲۲) سرتیري دمغزي تکلیف اوناوړوخطرناکوربړونو باندي اخته شوي اوددرملني چاري یې ستونځمني ښکاري.
دمسلکي ډاکترانوددرملني څیړني ښیی،چي دغه تکلیفونه په افغانستان کي دانګلستان میشتوسرتیروته په جګړیزو،بمي چاودنواوځانمرګوبریدونوکي پیدا شوي دي.
په افغانستان کي دانګلستان هغه سرتیري،چي بیرته خپل هیوادته ستا نه شوي، ددرملني پروخت،دمغزي تکلیف،سردردي،سرګیچي،کمزوري اواضطراب نښي اونښاني پکښي ښکاره شوي،چي وروسته به په خطرناکورواني ربړونو اخته شي.
ددي ټولوتکلیفو اصلي عوامل په جګړه کي دپردیو سرتیرولپاره،ناپیژنده چاپیریال ،نابلده کلتوراودسیمي دآب وهوا اغیزناکه لاملونه دي،چي دوی ورسره لاس اوګریوان دي.