کور / تازه خبرونه / دمشرانوجرګي دغړي بخت بي بي «رحیمی»زوی وتښتول شو

دمشرانوجرګي دغړي بخت بي بي «رحیمی»زوی وتښتول شو

غزني:دغزني ولایت څخه رارسیدلي خبروایې چي په مشرانوجرګه کي دغزنی ولایت دسناتوري«بخت بی بی رحیمي»زوی دوسله والوکسانولخواه تښتول شوي اودهغي زوم وژل شویدی.دغزني ولایت امنیتي چارواکې دپیښي دتآئیدترڅنګ وایې،چي دسناتوري «بخت بي بي رحیمي»زوی اوزوم دغزني ولایت دمقرپه ولسوالي کي دوسله والوکسانوتربریدلاندي راغلل.
دخبرسرچینه زیاتوی،چي تربریدوروسته دسناتوري زوم وژل سوي اودهغي زوی وسله والوله ځانه سره وړي دی. دیوه بل خبرسرچینه وایې چي دهغي زوی هم وسله والوکسانووژلی دی.وروسته پولیس دپېښې ځای ته ورسېدل اوله وسله والو سره یې نښته وکړه چې په نتیجه کې په دغه پیښه کي دوه ملکۍ کسان اوشپږوسله وال بریدګرهم وژل شوي دي.دپیښې پړه تراوسه طالبانواوکومي وسله والي ډلي په غاړه نه ده اخیستي.
داپه داسي حال کي ده ،چي څوورځې مخکي په یاده سیمه کي په مشرانوجرګه کې دفراه ولایت دخلکو داستازې،میرمن روح ګل«خیرزاد» پرموټرباندي هم وسله وال بریدترسره شو ،چي په ترڅ کي یي داپخپله دخاوندپه شمول زخمي اوددي لوراوموټرچلونکی ووژل شول.