کور / تازه خبرونه / دمصرمسلمانان په اورونوکي سوځې

دمصرمسلمانان په اورونوکي سوځې

قاهره:په مصرکې دولسمشرمحمدمرسي دګوښه کیدووروسته پرون ترټولوخونړۍ ورځ وه.دبیلابیلورسنیودراپورله مخي یواځې پرون ورځ دمحمدمرسي دپلويانواودولتي ځواکونوترمنځ دتاوتريخوالي ډک چلندله امله په خونړیونښتوکي(۲۸۰)کسان وژل شوي اوپه سلګونه نورملکي اوپوځي کسان ټپیان شوي دي.
دمصردروغتيا وزارت وايي چي،دچارشنبې ورځې په نښتو کې( ۲۳۵)کسه وژل شوي، خو اخوان المسلمين دغه شمېره تر( ۲۰۰۰) لوړه ښيي.ولي دخبرنوری سرچیني دوژلشووکسانو شمیرڅه کم (۳۰۰) بولي).
دامريکادبهرنيو چارو وزير«جان کېري» دملګروملتوسرمنشي« بانکي مون» اوداروپايي ټولنې دبهرنۍ تګلارې مشرې «کاترين اشټون »دمظاهره چيانو پروړاندې دزورکارول غندلي دي.دوی دمصرمؤقتي حکومت ته ویلي،چي په تاوتريخوالي اوزورباندي هېڅ کومه ستونزه نه هوارېږي.
بل لوري ترکيې په قاهره کې رامنځته شوې پېښه قتل عام بللې اوايران ويلي،چې اوس په مصرکې دکورنۍ جګړې شونتيامخ په ډېرېدوده.
په مصرکې ناکراريو وروسته له هغه زورواخيست چې پوځ دخلکو له لوري ټاکل شوی ولسمشرمحمدمرسي له واکه لرې کړ.دپوځ مشروایې چي پخواني ولسمشرمحمدمرسي دیوه کال په موده کي هیڅ کمه لاسته راوړنه نه درلوده .ددوی په وینا محمدمرسي دمصراقتصادی پرمختګ ته پاملرنه ونکړه اویواځي دخپلوګوندي غړو (اخوان المسلمین)ډلي سره اړیکي ټینګي وي.
دمصرعاموخلکو دجولای په میاشت کي دمحمد مرسي پرضددوامداره لاریونونه وکړل او دهغه داستعفا غوښتنه یي وکړه.وروسته دمحمدمرسي طرفداران هم سړوکونوته راووتل اودهغه دملاتړناری يي وهلي.دمصر پوځ جمهوررئیس محمدمرسي ته (۴۸)ساعته وخت( ضرب اجل) وټاکي ترڅوتاوتریخوالي بندکړي.ولي دټاکلي وخت موده پوره شوه او ناامنیونورهم زورواخیست.دپوځ مشرعبدالفتاح السیسی دمصر ولسمشر له واکه ګوښه کړي اودهغه پرځای یې یوه موقتي اداره جوړه کړه،چي مشریې دمصردستری محکمي مشرمرتضی منصوروټکي.له هغه وروسته دمحمدمرسي دپلویانو اودهغه ضدډلو ترمنځ خونړي شخړي را منځته شوي .
دغه شخړې کرارکراردمصرله مرکزه نه پرته ونوروښارونوته هم وغزیدي.
ترټولو خونړیزه شخړه دمصردپوځي ځواکونو اودمرسی دپلویانو ترمنځ دچهارشنبې په ورځ په قاهره کې را منځته شوله چي له دریو سووزیات مصریان پکي ووژل شول او (۴۳) تنه یې یواځي پوځیان وو .پوځي ځواکونو پرون دلیرې کړای شوي جمهوررئیس محمدمرسي دملاتړو اعتراض کوونکوپردووکمپونو یرغل وکړ اوددوی په وینا،هغه یې له اعتراض کوونکو څخه پاک کړل.دمصرمؤقتي جمهوري رياست په هيوادکې ديوې مياشتې لپاره اضطراري حالت اعلان کړی.
دمصردپوځ مشرعبدالفتاح السیسي ویلي،چي ډیرژربه په ټول هیوادکي د ناامنیواوتاوتریخوالي مخه ونیسي اوهیچاه ته به اجازه ورنکړي،چي دمصرهیواد امنیتي فضاناامنه کړي.