کور / تازه خبرونه / په کابل کي بمي بریدترسره شو

په کابل کي بمي بریدترسره شو

کابل:دیوي افغاني رسني دخبرسرچینه دکابل دامنیتي چارواکو له خولي خبرراکوي چې نن له غرمې وروسته دکابل ښارپه لمړۍ ناحیه دسینماپامیرپه سیمه کې یوه بمي چاودنه وشوه.
امنیتي سرچینې وایي،چې دغه پیښه دیوه مقناطیسي بم له کبله رامنځته شوې ده. چاودنه دپلازمینې کابل ترټولوله ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې رامنځته شوې اومقناطیسي بم دیوه سوداګرپه موټرکې ځای پرځای شوې و.
له چاودنې لږشیبه وروسته د اور مړګونې موټر هم دپیښې په سیمه کې لیدل شوې دي.
دلومړې امنیتي حوزې آمر،عبدالرووف ارزګاني طلوع نیوز ته وویل: «د دغې چاودنې موخه یو سوداګر و، دده پر موټر پورې یو چسپکي ماین نښلول شوې و، خو په دغه پیښه کې کوم چاته زیان نه دی اوښتی.»
ویل کیږي چې دپیښې په تړاو یو شمیر شکمن کسان هم نیول شوې دي.تردې دمه کومې ډلې ددغې پیښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستي.