کور / تازه خبرونه / فراه : دملی امنیت پررئیس دچاودنې له امله ۱۷ تنه ووژل سول

فراه : دملی امنیت پررئیس دچاودنې له امله ۱۷ تنه ووژل سول

فراه:دفراه ولايت دوالي ویاندرسنیو ته وویل،چي نن سهارڅه کم نهه بجي په لمړي ناحيه کې،دملي امنيت درييس جنرال عبدالصمددتېرېدلوپرمهال، درنه چاودنه وشوه.
ده وويل،چې چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځای پرځای شوي وو او دچاودنې له امله يې، دملي امنيت درييس څلورساتونکي،شپاړس تنه ولسي وګړي ټپيان شوي اويوماشوم پکې وژل شوی دی.
دده په وينا، دملي امنيت رييس ته په دغه چاودنه کې کوم زيان نه دی رسېدلی.
تراوسه ددغه بريدپه اړه، ددولت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.