کور / تازه خبرونه / ټول گونديزکانفرانس:له طالبانوسره دې خبرې وشي

ټول گونديزکانفرانس:له طالبانوسره دې خبرې وشي

اسلام اباد:د پاکستان سیاسي ګوندونو ددغه هېواد د لومړي وزیر، نوازشریف تر څارنې لاندې په ټول گونديزکانفرانس کې په اسلام آباد کې جوړ شوې وو، د اسلام آباد دولت ته یې دنده وسپارله چې له طالبانو سره دې د سولې خبرې اترې پيل کړي.په دې کانفرانس کې پاکستان د نا امنیو د ختمولو د څرنګوالي په اړه له سلامشورو او خبرو اترو وروسته یو پریکړه لیک تصویب کړ او په دې لاره کې یې له نوازشریف څخه خپل پوره ملاتړ او باور اعلان کړدغه پرېکړه لیک له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د نوازشریف له طرحې څخه د ټولو ګوندونو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کوي او په همدې لړ کې د پاکستان حکومت ته اجازه ورکوي چې په پاکستان کې دې له طالبانوسره دخبرولپاره ټولې لازمې لارې چارې برابرې کړي پريکړه ليک وايي چې په هېوا دترهگرۍ د له منځه وړلو لپاره اړينه ده چې له طالبانو سره خبرې وشي خو داپريکړه وشوه که خبروپاييله څرگنده نه شوه دطالبانوپرخلاف به عمليات کيږي په پرېکړه لیک کې راغلي چې په قبایلي سیمو کې له خلکو سره د روغې جوړې خبرې کول اړينې بريښي په پرېکړه لیک کې د کراچۍ پر امنیتي حالاتو هم اندېښنه وښودل شوله چې هلته د خلکو ژوند، جایداد او روزګار پر له پسې له خطر سره مخامخ دی او صوبايي حکومت دې له ټولو ښکېلو غاړو سره د روغې جوړې له لارې یو مستقل حل راوباسي.د غونډې په پرېکړه لیک د بلوچستان پر حالاتو هم اندېښنه وښودل شوه او د دغه صوبې اعلا وزیر ته یې اختیار ورکړ چې په صوبه کې دننه او له هېواده بهر پاڅېدلو بلوڅانو سره خبرې اترې پېل کړي چې په ملي بهیر کې یې ورسره مله کړي.په پرېکړه لیک کې پر امریکا ډرون بریدونو اندېښنه وښودل شوه او دا یې د پاکستان د خاورې او خودمختارۍ سرغړونه وبلله. او دا پريکړه هم وشوه چې مرکزي حکومت دې امکاناتو ته په کتو سره دا ستونزه ملګرو ملتونو ته یوسي، چې ډرون بریدونه د نړیوال قانون سرغړونه ده.د ټول ګوندیزکانفرانس په پرېکړه لیک کې راغلي،” دا غونډه په خواشینۍ سره دا خبره یادوي، چې له تېرو څو کالونو راهیسې حالات پر له پسې خرابېږي، او دطالبانود مخنيوي هڅې څنګه چې یې هېله کېدله هېڅ ګټه نه ده ورکړې.“ کانفرانس ته نواز شریف سره سره ، د کورينو چارو وزیر، د پوځ مشر، او د ای اېس ای ډایرېکټر جنرل، پر کورني او سیمه ایزو امنیتي حالاتو خپلې څرګندونې وکړې.په کانفرانس کې د ډېرو سیاسي ګوندونو مشرانو ګډون کړی وو. د پیپلز پارټۍ مخدوم امین فهیم، د تحریک انصاف مشر عمران خان، د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د بي اېن پي اختر مېنګل، د اېم کیو اېم فاروق ستار، د جماعت اسلامي لیاقت بلوچ او یو شمېر نور مشران حاضروود ټول ګوندیزکانفرانس لیکل شوې مسوده ټولو سیاسي ګوندونو لاسلیک کړله د پاکستان د طالبانوتحريک ورسره د خبرو لپاره د پاکستان دحکومت د پرېکړې هر کلی کړی د د پاکستان د طالبانو ویاند، شاهد الله شاهد د پاکستان ددولت له دې طرحې څخه د خوشالۍ په څرګندولو سره ټینګار وکړ چې د طالبانو شورا به په راتلونکو ورځو کې د خبرو اترو لپاره ددولت د وړاندیز په اړه غونډه جوړه کړي تر څو روښانه شي له دولت سره د خبرو اترو لپاره د طالبانو پروګرام څه دی او کوم کسان به په دې خبرو اترو کې برخه واخلي