نیمروز په زرنج ښار کی دښځينه دكاندارانو لپاره مارکیټ جوړ شو

جاويد احمد تنوير | اکتوبر 8th, 2013


دنیمروز ولایت په زرنج ښار کی دښاروالي لخوا په لمړي ځل دښځو لپاره لپاره مارکیټ پرانیستل شو ، دغه مارکیټ چی دښاروالي لخوا درمپ اپ موسسي په مرسته پیل شوی وه تیره ورځ پرانیستل شو، په یاد مارکیټ کی نژدی ۲۱ هټۍ جوړي شوی دی چی یوازي پکی ښځينه هټيوالي مولای شی خپل تجارتي کاروبار مخ ته یوسی ، ددغه مارکیټ دپرانیستلوپه مراسیموکی دنیمروزدښځو چارورئیس امنه حکیمي ښاروال محمد سرورونظري دحج اوقافو استازي مولوي احمدشاه اویوشمیرښځينه هټیوالو اوګڼ شمیرنوروخویندوګډون کړی دپرانیستلو پرمهال ددي ولایت دښځو چارو رئیس امنه حکیمی دغه مارکیټ دښځو لپاره یوه مهمه پروژه وبلل او زیاته یی کړه چی ښځي هم کولای شی دنارینو په څير تجارت وکړي او دخپلی کورني داقتصادي حالت دجګولو په موخه کاروبار وکوي ، نوموړي وویل چی دا ډول پروژی ښځو ته جرئت ورکوي چی خپل تجارت وکړي
دپروګرام پر مهال دنیمروز ښاروال نظري درمپ اپ څخه دمنني په ترڅ کی وویل چې ښځینه مارکیټ دښځولپاره جوړشوی اومونږپه دی کارسره غواړوښځوته داثابته کړوچې مونږتل دښځودتجار ت اوپرمختګ په لاره کې له دوی سره مرسته کوو اوتل ددوی ملاتړکو
دحج اقافو استازي مولوی احمدشاه دښځینه مارکیټ په اړه وویل چې مونږله ښاروالۍ اودهمکارې موسسې رمپ اپ څخه ډیره مننه کووې دښځولپاره یې په داسې مناسب ځای کې مارکیټ جوړکړ .نوموړي زیاته کړه چی داسلام سپیڅلي دین دښځودتجارت لپاره کوم ممانعت نه دی ښودلی بلکه دښځودتجارت څخه ېې ملاتړکړی .هغه هم خوښی وښودل

Copyright Larawbar 2007-2024