کور / هراړخیز / دافغانانو په اړه دخارجیانو عمومي نظریات او فکرونه

دافغانانو په اړه دخارجیانو عمومي نظریات او فکرونه

پر یوخاص ګروپ خلګو باندي د ځانکړو خاصیتونه ایښوولو ته په انګلېسي ژبه کښي (stereotyping) ویل کیږي. یا سټیریو ټایپ هغه نظريې ته ویل کیږي چي ډېر خلګ ئې دخپلو تجربو او مشاهدو پراساس دیوشي یا یو ګروپ په اړه لري چي شاید دغه ددوی نظریه به عموماً یوڅه صحیح یا غلطه وي.
(Stereotyping is a way of placing general characteristics on a certain group of people. An idea that many people have about a thing or a group and that may often be untrue or partly true. )
دیوهیواد خلګ دبل هیواد دخلګو په اړه ځانګړي فرضیې (Assumptions) لري چي دیاد هیواد خلګ څنګه ایسي/معلومیږي او څرنګه سلوک کوي. سټیریوټایپ دناکافي او انحرافي ملعوماتو نیتجه ده چي بېله پوښتني کولو دیو حقیقت په ډول منل سوې وي. دجنس، نژاد، عمر، مذهب، سیمي او فزیکي وړتیا په اړه عموماً زیات سټیریو ټایپ سته. مثلاً: هالنډیان په نړۍ کښي په کنجوسانو مشهور دي. بلجیمیان په غولانو مسمی دي. بریتانویان په شیطانت کښي لومړی مقام لري، هندوان چټل دي، افغانان جنګیان او مېلمه پاله دي، عرب عیاش دي، دسویس خلګ لټان دي همداسي ئې مسلمانان دتروریستاو په نوم بدنامه کړي دي،دا ټول به سم یا نا سم وي خو اوس دعمومي حقیقت (General Fact) په توګه منل سوي دي. اوس به دې ته راسو چي دافغانانو په اړه خارجیان څنګه سټیریوټایپ (فکر او نظر) لري:

اول- افغاني مورو پلار بد وړي چي اولادونو ته ئې دسپي زوی، یاپدر لعنت وویل سي.
دوهم – افغانان دبالیوډ فلمونه خوښوي.
دریېم- دافغانانو په کورونو کښی پسته، کشمش ،بادام او خرما وي.
څلرم—افغانان یو کېلومتر لیري یو له بله سره هم پېژني.
پنځم—دډوډۍ دخوړولو څخه وروسته، انجوني په اشپزخانه کښي کار کوي.
شپږم—دډوډۍ خوړولو پرمهال نارینه استراحت کوي او هرشی ښځي تیاروي.
اووم—افغانان حداقل دېرش داکا زامن او لوڼي لري.
اتم—افغانان دتلیفون کولو پرمهال په زوره خبري کوي؛ دوی فکر کوي چي په دې ډول سره به ددوی اورېدونکی په خبره ښه پوه سي.
نهم—افغانان دتلیفون کولو په اخیره کښي دخدای په اماني ویلو (bye) له پاره تر لس زیات لغاتونه اواصطلاحات لري.
لسم—مخکي له دې چي افغانان خپل مېلمانه رخصت کړي، یو ساعت ئې دکورو مخ ته درولي او په خبرو ورسره اخته وي.
یوولسم—دافغاني نارینه له پاره مور ډېر کارونه کوي.
دوولسم—هرافغان په کوچنیوالي کښي لږ تر لږه یو ځل په چپلکه، کمبربند، مګسکُش او یالښته باندي وهل کیږي.
دېارلسم—افغانان په خپلو کورونو کښي حداقل یوه سره افغاني غالۍ لري.
څوارلسم—افغانان خپلو ملګرو ته دروغبړ پر مهال (زویه څنګه ئې؟)(مړه څنګه ئې)( بچیش یا بچه ام چيطورهستي) وايي
پنځلسم—افغانان دشپې ډوډۍ دماښام پر نهه بجې خوري.
شپاړسم— افغانان له یو چا څخه تحفه اخلي اوبیا بل چا ته همدغه تحفه په تحفه کښي ورکوي.
اوولسم—افغانان هیڅکله داستراحت کولو له پاره رخصت نه اخلي. بلکي رخصت ددوستانو دلیدولو له پاره اخلي.
اتلسم—افغانان تل تحفه په احتیاط سره خلاصوي ځکه چي کاغذ ئې بیا دبلي تحفې له پاره کاروي.
نونسم—افغانان په کورونو کښي ترکتابونو زیات دبالیوډ فلمونه ساتي.
شلم- هرڅه چي زوی یا لور کوي، غلط کوي، هر څه چي موروپلار کوي، سم کار کوي.
یوویشتم—افغاني مورو پلار دورځي دوه ترموزه چای چيښي.
دوویشتم—افغانان خپل اولادونه دهغو دانډیولانو سره خورا سخت مقایسه کوي.
څلرویشتم—افغاني موروپلار بیا دانه مني چي زوی/لور دې دنورو سره ځان مقایسه کړي.
پنځه ویشتم—کله چي مېلمانه تر دروازه ووزي، افغاني موروپلار پشالا خبري پسي شروع کړي.
شُپږویشتم—افغاني مورو پلار حداقل په اوونۍ کښي یوار دافغانستان دښو وختونوپه اړه خبري کوي.
اوویشتم—افغانان بېله دي چي یو اوبل ته تلیفون وکړي، کورو ته سره ځي و راځي.
اته ویشتم—افغاني مورو پلار دخپلو اولادونو د ډاکټر، انجینر یا قاضي کېدو په اړه خورا ډېرفکرونه کوي.
نهه ویشتم—افغانان(نارینه) همېشه سیاسي بحثونه کوي.
دېرش—پر افغاني نجلۍ باند بدګومان کیږي که چیري په عام محفل کښي په زوره وخاندي.
یودېرشم—افغانان داوداسه وچولو له پاره داوبواو تشناب کاغذ پرځای دلوټو او ډبرو څخه کار اخلي.
دودېرشم—دافغانانو واده دهغو دتیاري سوي غذا له مخي ارزیابي کیږي.
درودېرشم— دافغانانو وادونو اکثره وخت دمور اوپلار په خوښه ټاکل کیږي.
څلوردېرشم—دافغانانو کوچنیانو له متکبه تښتي.
پنځه دېرشم—افغانستان دځان مرګربریدونو مرکز دئ.