کور / اسلامي / دکسرا ماڼۍ او دصحابه وو محیر العقول کړنه

دکسرا ماڼۍ او دصحابه وو محیر العقول کړنه

موضوع: په زړه پوري اسلامي معلومات (دکسرا ماڼۍ او دصحابه وو محیر العقول کړنه )
ليکوال او ترتيب : استاد نورالله خان احمدزى
د عبرت څخه ډکي کيسې (نهمه کيسه) پر له پسې لسمه برخه

دکسرا ماڼۍ او دصحابه وو محیر العقول کړنه

د حضرت عمر رضی الله عنه په خلافت کې دحضور صلی الله علیه وسلم دلویې وړاندوینې مطابق چه دایران شاه چي کسرا نومیده دهغه ماڼی یې له خاورو سره خاورې کړه، دا ماڼي یا ستره کلا دستر ایماني طاقت، توکل علی الله او اعتماد یا بروسه په الله له برکته داسی یو حیرانوونکۍ ریکارډ جوړ سو چه ټوله نړی یی حیرانه کړه. هغه ماڼي چه یو وخت به ټول دنیا ترې په لړزان وه او چاته په ماڼیو یا اوچتو محلونو کی هم دآرام ژوند کولو تابیا نه ورتله او آخر هم دحضور صلی الله علیه وسلم ملګرو یعنې صحابه وو په مټ دا ماڼي او دشاه ایران غرور او تکبر له خاورو سره یوځای او پرځمکه پریوته. ددې سترې ماڼي یا ځاي یوه دیوال اوس هم پاتې ده سره د ډیر پخوانی قدامت اوس هم دا پخواني دیوال ډیرښه ښکاري او ددې څرګندویي کوي چه دکسرا ماڼی رښتیا هم پخپل وخت کې ډیر شان او شوکت سره جوړه سوې وه. خبره داده چه هغه وخت کی صحابه وو سره نه ماشینري او میخانیکي وسائل ول خو هغوي بیاهم دا ستره ماڼي څنګه ونړوله چه دغه کار ته دهر عاقل انسان عقل او فکر حیرانیږي خو دصحابه وو ایمانی قوت او جذبې له برکته داهرڅه ممکن سول چه دا ستره ماڼی یې را وغورځوله او له ځمکې سره یی یوشان کړه.

خلیفه منصور دخپل خلافت دوره کې وغوښتل چه دکسری محل یا ماڼي او هغه پاتې شوني دیوالونه او ځایونه چه پاتې دي هغه خرڅ کړي او ګټه ترې واخلي، هغه خپلو مشاورینو سره مشوره وکړه ټول مشاورین دپاچا پلوی ول خو یو ایرانۍ مشاور ددې نظر مخالف وو او هغه داسې وویل چه که تاسو هغه دیوال چه صحابه کوم چه په ښکاره کمزوري ول ددې سره یې بیاهم دا دیوال ویجاړ کړ او هغه پاچا چه جلال او غرور کې وو بیایې هم دهغه قهر مغلوب کړ نو دې کې به هیڅ شک پاتی نسي چه دا ټول دالله په حکم سره ترسره سوې او دالله نصرت له هغوي سره مل وه، لیکن دپاچا په پوهه کې داخبرو ځای ونه نیوه او ددیوال په ویجاړولو یې پيل وکړ خو یو څو ورځې لا تیرې سوې نه وې چه دپاچا په ذهن کې داخبره راغله چه ددیوال په ویجاړولو باندې دومره لګښت راځي چه هغه پرې ارزي هم نه یعنې که هغه ټول مواد هم راوباسي نو دومره ارزښت نلري لکه څومره یی چه ده په ویجاړولو باندې لګښت راځي یا لسمه برخه رقم هم چه پري لګښت راغلي هغه هم په لاس نه راځي، دا ځکه چه دا دیوال ډیر مضبوط وو؛ لدی کبله پاچا ددې کار د دریدو امر ورکړ، دکار له دریدو مخکې یې بیا هغه ایراني مشاور را وغوښت او ټول حال یې ورته مخته کیښود او مشوره یی ترې واخیسته نو مشاور وویل: چه تاسو باید اوس داکار هیڅکله هم ونه دروي او باید مخته یې بوځي؛ مامخکې تاسو ته مشوره درکړې وه چه تاسو دا دیوال مه ویجاړوي دهغې وجه داوه چخ ددې دیوال باقي پاتې کیدو سره به دصحابه کرامو ایماني قوت او طاقت اندازه راتلونکو خلکو ته پته ولګي چه یو څو محدودو صحابه وو څنګه وکولي سول چه دا دېوال ویجاړ کړي؟ او اوس دنړولو مشوره ځکه درکوم چه راتلونکي خلک به دا ووایي چه دایرانیانو په لاس جوړسوي دا دېوال یا محل دومره مضبوط وو چه یو ستر اسلامي حکومت پدې ونه توانیده چه هغه ویجاړ کړي. (تاریخ بغداد: ۱ / ۱۳۰ – ۱۳۱)

علامه ابن خلدون په سریزه کې لیکلي چه یو ځل هارون الرشید غوښتل چه همدا دېوال وران کړي او کله یې چه مزدوران پرې ولګول او دنړولو کار یې پیل سو نو مزدورانو ددې کار څخه عاجز راغلل – ابن خلدون وایي چه تاسو سوچ وکړي چه هغه حکومت به څومره قدرت او طاقت درلودونکي وو چاچه دا عمارت یا محل جوړ کړي وو، دوهم حکومت هم ددې دېوال دویجاړولو څخه پاتې راغي حال داچه جوړول دیوشي آسان وي نسبت دهغه دویجاوړولو نو دا ټول هرڅه دیو څو صحابه وو کار وو چه دایمان په طاقت یي هغه نور دېوالونه ویجاړ کړي ول خو هغه لږ محل چه ترې روغ پاتې وو دهغه په ویجاړولو دوه حکومتونه پاتې راغلي ول او هغوي پدې ونه توانېدل چه دا پاتې لږ دېوال هم ویجاړ کړي. دالله بې شمیره شکر او دلویې خوښي ځاي ده چه مسلمان باید پخپل ایمان شکر وباسي او دخپل ایمان په پیاوړي کولو کې هر وخت لګیاوي او هغه لارې چارې ولټوي چه ایمان څنګه پیاوړي کیږی.

(مقدمه ابن خلدون: ۱ /۴۲۹)