کور / ترخې خبري / د لوړو زده کړو د وزیر په وړاندې دشمالي ټلوالې…

د لوړو زده کړو د وزیر په وړاندې دشمالي ټلوالې…

د لوړو زده کړو د وزیر په وړاندې دشمالي ټلوالې د پوهنپالانو غبرګون


د لوړو زده کړو د وزیر ښاغلي دادفر صاحب او د پوهنتونونو د پوهنپالانو د ګډو ناستو او مرکو په لړ کې وړمه ورځ د غبرګولي په ۱۹ نېټه د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون پوهنپالانو ته وار ورسېد. د همدې ناستې په ویاړ د همدې پوهنتون په ادیتوریم کې یوه پرتمینه غونډه جوړه شوه، چې په سلګونو ښوونکو او پوهنپالانو پکې برخه اخیستې وه. دغه غونډه د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره چې د ټولنیزو زده کړو د پوهنځي د مرستیال ښاغلي عبدالواحد جهید لخوا تلاوت شول، پیل شوه.


د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون ادارې مرستیال ښاغلي عبدالمنان حقیار د لوړو زده کړو دغه ګام وستایه او د کابل د ښوونې او روزنې د پوهنتون له رئیس ښاغلي ډاکټر صاحب محمد ‎طاهر عنایت څخه یې غوښتنه وکړه تر څو خپله وینا او ښه راغلاست وړاندې کړي.


نوموړي هم د وزیر صاحب دغه نیک اقدام پرځای او ښه کار وګڼا او له پوهنپالانو څخه یې وغوښتل تر څو خپلې نیوکې او وړاندیزونه په دیموکراتیکه فضا کې وزیر صاحب ته وړاندې کړي.


بیا وزیر صاحب ته د وینا بلنه ورکړل شوه، وزیر صاحب په خپلې عالمانه او منطقي وینا سره پوهنپالان ګډ کار، ملي یووالي، د نفاق لرې والي او د تعصب څخه ډډې ته راوبلل او له هغوی څخه یې وغوښتل تر څو د ملي یووالي په رڼا کې لاس یو بل ته ورکړي او د ویجاړ سیستم په بیا رغونه کې برخه واخلي.


د هغه د وینا ځینې برخې دلته را نقل شوې دي.


«موږ ستونزو لرو، امکانات مو ډېر کم دي، او دغه ټول څه موږ ته بهرنیان مرسته کوي او هر څه مو مخ په ښه کېدو روان دي، تاسو که دا وايی چې موږ د کم کیفیت ښوونه لرو، موږ یې منو. او په خبر یو.


د ټولنیزو رسنیو لخوا ما د ښوونیز نظام په اړوندډېر څه لوستي، مګر د هر څومره کموالي سره سره موږ نشو کولای د خپلو ښوونیز ځایونو ورونه وتړو. خو هر څه مخ په ښه کېدو روان دي او هر څه به ښه شي.


بله موضوع چې ما ډېر ځوروي، هغه په ځوانه طبقه کې، په تېره بیا په روښانفکره‎طبقه کې د تعصب شتون دی، ما ته ډېر د خواشینۍ ځای دی چې آورم نه یوازې دا چې د پوهنپالانو تر منځ تعصب شته، بلکه ښوونکي هم تعصب لري.


په ډېره صادقانه توګه درته وایم، د خدای په لحاظ له دغې کرغېړنې کړنې څخه ډډه وکړئ او دغه د پخوانۍ دورې کړنې له منځه یوسئ. که تاسو دا ګمان کوئ چې له دغو شان کړنو څخه په موږ پرمختګ وکړو، دا له حقیقت څخه ډېره لرې خبره ده او د دغو کړنو د ودې اصلي رېښه بهرنیان دي. هغوی نه غواړي چې موږ وده وکړو د دې لپاره یې موږ ته تعصب رابښلی دی.»


همدا شان د دروند وزیر صاحب ویناوې ډېرې منطقي، علمي او  پر ځای وې، خو د بده مرغه د ځينو ګډونوالو لپاره لکه هغه متل چې وايي: «پیش کله خر یاسین خواندن» وؤ. په هماغه ځای کې ډېرو د پورتنیو ویناوؤ خلاف خپلې نیوکې او غبرګونونه ښکاره کړل. د وزیرصاحب له وینا وروسته پوهنپالانو ته وخت ورکړل شو تر څو خپلې نیوکې او وړاندیزونه طرح کړي. په دې لړ کې د همدې پوهنتون اداري مرستیال او د لوړو زده کړو سلا کار د هغو پوهنپالانو د نومونو غوښتونکي شول چې وړاندیز او یا نیوکه یې درلوده.


په لومړي سر کې د دري څانګې څو تنو پوهنپالانو او ښوونکو ته وخت ورکړل شو چې د ځینو ویناوې لاندې را نقل کېږي.


یوه پیغله چې نوم یې راڅخه هیر دی، ویل یې: «زموږ رئیس متعصب دی او موږ ورڅخه خوښ نه یو او یوازې قومي مصلحتونه په پام کې نیسي.» یو بل ځوان چې د لیلیو، درسي کتابونو، د ښوونکو د ظرفیت د کموالي او د ادارې د ضعف په اړه وړاندیزونه او نیوکې درلودې وغږېد. وروسته بیا د دري څانګې یوه ښوونکي (ښاغلي حسین شاه رحیمي» ته وخت ورکړل شو تر څو خپلې نیوکې وړاندې کړي. هغه لکه دا چې اول ځل یې وي خبرې کوي، ډېر بې ځایه، بې مورده، د رئیس د بدنامولو هڅه پکې ښکارېده. د نوموړي د وینا ځينې برخې دلته راخلم.


«وزیر صاحب! زموږ رئیس متعصب دی او په قومي بنسټګرۍ پسې ګرځي، زه یې د پوهنپالانو په وړاندې په دې تورن کړی یم چې ګواکې نه غواړم پښتو ژبه په ښوونیز کاریکولم کې راشي، او زموږ رئیس د ده لپاره چې د یو کس سره شخصي اړیکه لري هغه یې د علمي مرستیال پر ځای سرپرست ټاکلی، دا په داسې حال کې ده چې علمي مرستیال «منورشاه مالستانی» ته د موټر تیل او نور امکانات نه ورکول کېږي، او په همدې دلیل هغه له دندې ګوښه شوی.»


ډېرو درنو لوستونکو د نوموړي ښوونکي دغه نیوکې یوازې د پوهنپالانو د احساساتو د راپارولو لپاره وې، او هیڅ اصلي بنسټ یې نه درلود زه یې د لومړی نیوکې په اړه رسمي مکتوب لرم چې د لوړو زده کړو له لوړپوړو چارواکو څخه مې ترلاسه کړی.


نوموړي ښوونکي او د هغې یوه ډله چې ځان د تاجکو وروڼو مدافعین بولي په یوه مکتوب کې داسې ليکي:



او دوهمه نیوکه چې د علمي مرستیال ګوښه کېدل، د موټر د تیلو نه ورکول بولي، د هغې اصلي لامل د علمي مرستیال د ماغزو نشتون دی. ما په خپله مخ کینۍ لیکنه «د هېواد د ښوونې او روزنې په بیارغونه  کې خنډونه» تر عنوان لاندې یوه فاشیستي کړۍ تاسو لوستونکو ته درپېژندلې وه. چې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د پښتنو وروڼو په مرسته او حمایت هغه کړۍ ماته شوه، دغه کړۍ یوازې د پښتنو ضد فعالیتونه درلودل او هیڅ اصلي دندې یې زده نه وې، یوازې په دې پوهېدل چې څنګه غلا وکړي، څنګه تعصب وکړي، څنګه د پوهنپالانو  تر منځ تفرقه ولاړه کړي او څنګه خپلې عیاشۍ مخ ته یوسي.


نو علمي مرستیال ښاغلی منورشاه مالستاني هم د هغې کړۍ پاتې شونی وؤ چې د کریم خلیلي لخوا حمایت کېدا او د دروند ر‎ئیس په مکرر وړاندیز هغه له دندې ګوښه نشو، خو کله چې د همدې کړۍ بل غړی فضل الحق فضلي له دندې لرې او پرځای یې عبدالمنان حقیار راغی، دی يوازینۍ کس وؤ چې له هغه پخوانۍ کړۍ څخه په رهبري کې پاتې وؤ د نوموړي د په خپله ګوښه کېدو لامل زه لاندیني دوه بولم:


نوموړی د کړۍ وروستی غړی وؤ چې په ټوله کړۍ کې تر ټولو وروسته پاتې، د ټیټ ‌ظرفیت خاوند وؤ. نوموړی د یوه نیم کال راهیسې علمي مرستیال وؤ خو هیڅوک یې لا تر اوسه په ښه نامه نه پېژني، ځکه ډېر بدنام، بدکار، کم ظرفیته او غیر علمي سړی وؤ.
د دې لپاره چې رئیس په دغه شان غونډو کې بدنامه کړي او د تیلو او یا نورو نومونو تر عنوان لاندې بهانې جوړې کړي.
بیا ځینې نور پوهنپالان و غږېدل خو بیا هم هماغه خبره وه چې ځینو ته د وزیر صاحب خبرې یاد وې خو ځینو نورو بیا هېرې کړې وې.


د پښتو څانګې دوؤ تنو پوهنپالانو ډیرې پر ځای خبرې وکړې زه یې ستاسو د قضاوت لپاره راخلم.


د دریم کال پوهنپال ګل محمد آریوبي وزیر صاحب ته دوه وړاندیزونه درلودل. یو دا چې د لوړو زده کړو د وزارت په چوکاټ کې باید یو ریاست د تألیف او ترجمې جوړ شي تر څو ټول نوي کتابونه چې په نوې ټکنالوژۍ سمبال دي پښتو او دري ته وژباړي. او بل دا چې په دغه ادیتوریم کې چې غونډه شوې باید علمي کنفرانسونه جوړشي.


باید یاده کړم چې د آریوبي صاحب دوهم وړاندیز د وزیر صاحب د منلو وړ شو او هغه یې ډېر وستایه. د څلورم کال پوهنپال چې نوم یې راڅخه هیر دی له پوهنپالانو او ښوونکو وغوښتل تر څو له تعصب ډډه وکړي او هغې د خپلې وینا په لړ کې د ارسطو یوه وینا راوخیسته. ارسطو ته څوک ورغلل چې موږ ولې پرمختګ نه کوؤ؟ هغه په ځواب کې ورته وویل: د دې لپاره چې موږ یو دبل وینه ګډه نه بولو. ده په همدې شان وویل موږ هم باید خپله وینه ګډه وبولو او د هېواد په بیا جوړونه کې برخه واخلو.


وزیر صاحب د پوهنپالانو د ویناوؤ وروسته بیا وغږېد او بیا یې هغه خبره پوهنپالانو ته ور په یاد کړه چې تعصب مکوئ او د پښتو څانګې د څلورم ټولګي د پوهنپال وینا چې ارسطو یې یاد کړ، بیا یې تکرار کړه.


په غونډه کې نورو ښوونکو او پوهنپالانو هم خبرې وکړي او خپلې نیوکې او وړاندیزونه یې وړاندې کړل.


غونډه د وزیر صاحب په ځوابونو پای ته ورسېده، وروسته وزیر صاحب د کابل د ښوونې او روزنې د پوهنتون دماستري له پروګرام څخه کتنه وکړه او د ماستري پروګرام کتابتون یې افتتاح کړ. کله چې نوموړي غوښتل له پوهنتون څخه ستون شي. هماغه پخوانۍ کړۍ ځینې پوهنپالان هڅولي وؤ تر څو د وزیر صاحب د تګ مخه ونیسي او په دې بڼه د پوهنتون رئیس بدنامه کړي.


نوموړو د وزیر صاحب مخه ونیوله او د وزیر صاحب باډي ګاردانو له دوؤ دریو پټکو وروسته هغوی بېرته په منډه کړل.خو بیا هم هغوی افغاني کلتور په پام کې و نه ساتلو او د افغاني کلتور ضد یې خپل میلمانه په کاڼو وېشتلو بدرقه کړل.


بیا هم باید یاده شي چې د پښتنو د بدنامولو لپاره څومره دسیسې جوړېږي، زه باید ووایم چې دغه بې نزاکتي یوه تصادفي پېښه نه بلکې دغه پېښه یوه ورځ مخکې د شمالي ټلوالې د پوهنپالانو د غونډې په لړ کې په لیلیه کې پریکړه شوې وه. چې له هغې څخه د پولیسو قوماندانی خبره وه، مګر هغوی د دې لپاره چې بې نظمې را منځ ته شي لاس تر زنې کېناستل.


د دې حادثه په لېدو او د دې لیکنه د لیک په وخت کې ما ته د ظاهر الله یوه ټوکه چې په هندي فلمونو کې یې ډوبله کړې را په یاد شوه چې وايي.


«نانا تا ډېر ظلم کړی، ته نشې کولای انتخابات وګټې، ته ځان مه کاندیدوه، خو هغه یې نه مني، مګر کله چې انتخابات راځي هغه رایې ګټي او ټاکل کېږي، بیا هغه مظلوم کس وايي شاه لالا په دې حکومت کې هم خوار په هغې کې هم خوار…»


نو زه دا وایم چې  پښتانه د دوی په حکومت کې خوار وؤ خو کله چې د پښتنو خپل حکومت هم دی بیا هم خوار دي. کرزي صاحب د رایو د ګټو لپاره خپلو دوه معاونین د نورو اقوامو ونیول چې هیڅ رایی یې د هغوی په نامه ترلاسه هم نکړې مګر یوازې د افغانستان د پرمختګ دوه کلک دښمنان یې په خپله کابینه کې ځای په ځای کړل.


بیا هم زه په تاسو پښتنو غږ کوم چې نور ويښ شئ، دوست، د‎ښمن، ښه او بد وپېژنئ او د دغو شان دسیسو مخه ونیسئ. په هر ځای کې اورېدل کېږي چې زموږ ابدالي بابا‎، هوتکي بابا، سوري بابا او نور… داسې وکړل، هغوی زموږ افتخار دي مګر د هغوی نومونه زموږ دردونه نشي درمل کولای.


هغه لنډۍ چې وايي:


سړی په نصب نه سړی کېږي


سړی هغه دی چې خوی یې د سړي وینه


زما مطلب دا دی چې تاسو لږ ځانونه وښوروی او د افغانستان او پښتنو د وده او پرمختګ لپاره مټې راونغاړی. باید یاد کړم او باید منندوینه وکړم له هغو وروڼو څخه چې زما د مخکینۍ لیکنې په غوښتنه یې له پښتنو وروڼو څخه ملاتړ وکړ.


ماته د ستړي د شعر یوه مصره په یاد شوه چې وايي:


انسان وختو آسمان ته موږ نهر یو


خدایه! د غفلت له خوبه ویښ ویده افغان کړې


باید ووایم چې دروند رئیس صاحب هر کله د پوهنپالانو غوښتنو او نیوکو ته غوږ نیولی او دوی یې د ملی یووالي په رڼا کې خپلو زده کړو ته هڅولي. بیاهم زه له تاسو درنو لوستونکو او لوړو پوړو چارواکو څخه غوښتنه کوم تر څو   دغه شان باهمته، په هېواد مین او میړني وګړي وهڅوی او ملاتړ یې وکړي. په دې هیله چې په ريښتیا سره د تعصب څخه لرې افغانستان جوړ کړو.


په درنښت