کور / نثر / د دري ژبو سندرغاړو غوړیدل په پښتو سندور کې

د دري ژبو سندرغاړو غوړیدل په پښتو سندور کې

د افغانستان جګړیزه تاریخ په هیواد کې د هر ډول پرمختګ خڼډ وو. د وطن ډیر ښه استعدادونه پټ پاتې شول او یا هم عمرونه يې وهلې اوس زمونږه او ستاسې په منځ کې شتون نلرې.

له نیکه مرغه د افغانستان نوۍ پیل سره افغانانو تیر په هیر وشمیرل او په هر ډګر کې یې لاسونه رابډوهل. تر ډیره بریده په مختلفو څانګو کې یې استعدادونه رابرسیره شول، او د پام وړ لاسته راوړنې د نړۍ په کچه وستایل شوې.

خو افغانان دلته بسنه نه کوې، دا لړې غزوي، او د دي لړې غزول هم پکار دي. ځکه کورنئ جګړو زمونږه هر څه له منځه وړې دي او زمونږ هیواد د یو نوزاد په څیر دي، چې هر څه ته اړتیا لرې.

د نورو اړتیاؤ تر منځ زمونږه په ټولنه کې د سندرغاړو کم رنګې هم بریښیدله. په خاص ډول د پښتو ژبې ښځینه سندرغاړې، چې د ګوتو په شمار وې.

دا کیدالې شې چې زمونږه په ټولنه کې سندر غاړې ښځې ته په ښه سترګه د نه کتلو لامل وو چې د پښتو ژبې سندرغاړې مو د ګوتو په شمار وې.

که څه هم په نورو ډګرونو کې د نوۍ افغانستان د پله وروسته د پام وړ بدلونو راغلې، خو د پښتو ژبې ښځینه سندرغاړو په نوملړ کې کوم خاص بدلون ندي رامنځ ته شوي او د تشې احساس یې کیږې. چې دا تشه نن صبأ په بل ډول د ډکیدلو په حال کې ده.

د پښتو ژبې خوږوالې او په زړه پوروالئ کې هیڅ شک نشته. او د کومو کسانو سره چې دا شک وجود درلود، له نیکه مرغه د همدي خوږې ژبې په ویلو یې د خلکو زړونو کې لاره وموندوله. او د یو ښه پیژندل شوي څیرې په ډول زمونږه په ټولنه کې مطرح شوئ. او نن سبأ هره سندر غاړې چې اصلأ په پښتو ژبه خبرې نشي کولاې په میخانیکې ډول د پښتو زده کړې سره خپل لومړنې پل د موسیقې په ډګر کې د پښتو ژبې د سندرې په ویلو پیل وي.

دا لړې د سندر غاړو په منځ کې د سیالئ خواره ګرم میدان دي. او هر هغه نوۍ سندرغاړئ تر هغه د خلکو په منځ کې نه پیژندل کیږئ تر څو یو ښکلې پښتو سندره ونه وایې.

د پښتو ژبې سندره د ښځینو په غږ چې په ټولنه کې د کمښت ډیر حس کیده، اوس مهال تر ډیره حده دي تاندو پیغلو په خپلو جادوګرو آوازونو د کمښت ټکې بډاې کړې، چې اوس د دي کمښت احساس نه کیږې. خو د پښتو ژبې اصلې سندرغاړې چې خپله مورنې ژبه یې پښتو وي اوس هم په ګران هیواد افغانستان کې د ګوتو په شمار دي. او تر ډیره حده د نورو ژبو نوي سندرغاړو پیغلو دا تشه ډکه کړې.