د نيشاپور شاهين ٢١
سهار ته لا تر اوسه ډیر وخت پاته و چې ګیان د بدري نات دکور دروازه ور وټکوله . حماد ، ایلک خان اونور ملګري یی تر شا ولاړ وو . لږه شیبه وروسته دحویلۍ دننه دسپې اواز پیدا شو ، خو سمدلاسه څوک راپورته شو او سپي یی بند کړ اوبیا یی د حویلۍ دروازه پرانیسته . ددروازې پرانیستونکې دحویلۍ یوه ملازم و. ټول حویلۍ ته ورننوتل . دګیان ملګرو ټول آسونه داصطبل په لور یوړل . خو ګیان ،حماد او ایلک خان دخپله ځانه سره خپلې کمرې ته یوړل . لږه شیبه وروسته بدري نات هم د کوره راووت . په لاسو کې یی روڼ مشال نیولی و، د اصطبل په لور دتللوپه وخت کې یی هغه ملازم ته ورغږ کړ چې دروازه یی پرانیستې وه . کله چې هغه ملازم په یوه منډه د بدري نات خواته راغې نو بدري نات ترې په پلټونکې توګه وپوښتل : « دحویلۍ دروازه چا و ټکوله ..»
ملازم ورته په خوشحالۍ سره وویل : « مالکه ! ګیان دخپلو ملګرو سره را ستون شوې دې »
بدري نات ترې په ډیر شوق سره وپوښتل : « ایا حماد هم ورسره شته ؟»
ملازم ورته په خندا کې وویل : « مالکه ! یواځي حماد نه چې ایلک خان هم ورسره دې »
بدري نات دګیان دکوټي په لور ورغې او ویی ویل « زما زړه د پخوانه ویل چې دنیشاپور دا شاهین چې هر کار ته لاس واچوي ، ناکامیږي نه . »
حماد ، ایلک خان اوګیان درې واړه ناست و اوخبرې یی کولې ، چې بدری نات هم ورننوت .دهغه دکتلو سره سم ایلک خان راپورته شو اودبدری نات سره یی غیږه ورکړه . او ویی ویل « زه هم ستا منتظر وم » بیا یی دحماد په لور اشاره وکړه او ویی ویل « زه ددغه ورور په برخه کې معلومات تر لاسه کول غواړم خو هغه دخپل ځان په اړه تر اوسه ماته څه نه دي ویلي ….»
پخوا له دې چې بدری نات څه ووایی ، حماد دخپل سر څخه خود لرې کړ اودهغې د لاندې ایښودل شوې څرمني دمنځ څخه یی یولیک را وویست اوایلک خان ته یی ورکړ او ورته یی وویل : « دا ولوله ، دا ستا په نامه دناصرالدین لیک دې …»
بدري نات اوایلک دواړو د مشال په رڼآ لیک ولوست ، د لوست نه وروسته ایلک خان لاندې ښکته شو اودحماد دواړه زنګونونه یی ونیول او ورته یی وویل : « دنن نه وروسته ته زما امیر یی اوزه ستا یو ډیر ادني سپاهي »
حماد ورته په ډیره عاجزۍ سره وویل : « نه ددې ځای امارت به له همتا سره وي زه به ستا تر لاسه لاندې په کار کولو خوشحالې محسوسوم .»
ایلک خان ورته په ډیر درنښت وویل : « دا به څنګه شوني وي ، ستا په شتون کې ایلک خان بلکل دامارت وړتیا نه لری . ته زما څخه ډیر ځواکمن او دجنګي امورو ماهر یی . ما ته د خوښې ځاي دې چې ستا په څیر دیوه امیر تر لاس لاندي کار وکړم . په خداې قسم چې ایلک خان دحکم کولو له پاره نه بلکه د اتباع له پاره پیدا شوې دې »
حماد راپورته شواوایلک خان ته یی وویل : « دسهار د لمانځه وخت داخل شوې دې ، راځئ چې لمړۍ لمونځ اداء کړو بیا به دواړه دخپلو نورو امورو په لور توجه کوو »
بدري نات ترې په اندیښنې سره وپوښتل « کوم نوي امور …»
حماد ورته وویل : « نګرکوټ ….چیرې چې زما دملت یوه لور د پنډتانو په بند کې پرته ده … که چیرې هغه ژوندۍ وي نوزه به دهغې دخلاصون او بیرته راوړو په برخه کې هرو مرو بریالی کیږم . خو که چیرې هغو قصابانو هغه په خپلو بتانو قرباني کړي وي نو خداې تعالي دې دهغې روح ته سکون اوراحت ورکړي …»
حماد لږ څه تم شو او ویی ویل : « دهغې مسلمانې نجلۍ نوم څه دې ؟ تا ماته ویلی و خو زما دذهن نه یی نوم وتلې دې .»
بدري نات ورته وویل : « دهغې نوم اوما دې او دنګرکوټ په مندر کې خدمتګاره وه ، ډیره صابره او ذهینه پیغله ده ، که چیرې د وزې په څیر یی هم پوست وویستل شی بیا به هم دخپلو ملګرو او پټ تحریک په اړه یوه خبره هم ونه کړی . هغه داسې پیغله ده چې هر ډول باور ، ویاړ او اعتماد پرې کیدې شی .»
حماد په دعایه توګه وویل : « خداې دې وکړې چې زما تر ورسیدو پورې زما دقوم دغه لور ژوندې اوسلامته اوسي ،نو زه به هغه د دې دوزخ څخه د هغې په راویستلو بریالي شم او ….»
بدري نات یی په منځ کې راټوپ کړ او ویی ویل : « دهغې پیغلې سره یو بل راز هم تړلې دې ..»
حماد ورته و کتل او ویی پوښتل « څه ډول راز ..؟»
بدری نات دایلک خان په لور وکتل اوپه نرۍ شانته خندا یی وویل : « هغه پیغله چې اوما نومیږي ، دایلک خان سره ډیره زیاته مینه کوي ،ایلک خان یی هم هغه خوښوي ، نژدې و چې ددواړو تر منځ نکاح وکړل شي ،چې دا پيښه وشوه .»
حماد وخندل اوایلک خان ته یی وکتل او ویی ویل : « غم مه کوه ، هغه به هرو مرو ددې جهنم څخه راباسم اودهغې نه وروسته به په همدې حویلۍ کې ستا دښځي په څیر له تاسره اوسیږي .»
بدری نات یو ځل بیا وپوښتل : « نګر کوټ ته به څه وخت روانیږئ ، تر څو ستاسو د خوراک څښاک بندوبست وکړم .ایا داسې به شوني نه وی چې ….»
حماد ورته په منځ کې راټوپ کړ او ویی ویل « د سهار دلمانځه وروسته ددې ځایه روانیږم، له ماسره به یواځي ایلک خان سفرکوي ، اوس راځئ چې ناوخته کیږي . لمونځ وکړئ »
ټولو اودسونه وکړل ، بیا هغوې ټولو د ګیان په کوټه کې د بدري نات په امامت سره دسهار لمونځ اداء کړ .»
نور په دوه ويشتمه برخه کي