کندهار ته د ولسمشر راتګ او د ښار د تړل کېدو احتمال
د باوري احتمال له مخي ولسمشر حامد کرزی به کندهار ته د حضرت عمر بن خطاب د جامع جومات د پرانیستلو لپاره راسي.
د ولسمشر د راتګ لپاره د پرون( شنبې ) د مازيګر څخه امنیتي تدابير سخت سوي دي او پولیسو په لوډ سپيکرونو کي دوکاندارانو ته خبر ورکړی دی، چي د څلور ورځو لپاره بايد دوکانونو خلاص نه کړي.
ددې ترڅنګ پولیسو د ګزمو او تلاښیو پر مهال ویلي، چي سر له یکشنبې د ورځي څخه بايد موټر سايکل هم بند وي.
قوي احتمال سته، چي ولسمشر کرزی به د دوشنبې په ورځ کندهار ته راسي.
د هغه راتګ او د جامع عمر د پرانیستلو لپاره ټول امکانات چمتو سوي او د همدې جامع اړوند سيمو کي سخت امنيتي تدابير او تلاښي پيل سوي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايی، چي د ولسمشر د راتګ په اړه څه نه سي ویلای، خو دا يې رد کړه، چي دوکان لرونکو ته د ښار تړلو ويل سوي دي.
د حضرت عمر بن خطاب جامع جومات د افغانستان په کچه د سترو جوماتونو څخه دی، چي کار يې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پيل سوی وو، خو چاري يې د کلونو – کلونو ځنډ وروسته د مخکني ښاروال شهيد غلام حيدر حميدی په هڅو پيل سوې.
ددې جومات کار لا په بشپړه ډول او د اصلي نقشې مطابق نه دي سوی.
تر دې وړاندي افغان ولسمشر حامد کرزی د افغان په کچه د لوی کرنیز پوهنتون پرانيستلو ته راغلو، چي یوه اوونۍ کندهار ښار تړل سوی وو.