کور / کیسه / زما اوښکی

زما اوښکی

نه پوهیږم چی څنګه خپل د زړه کیسه بیان کړم او نه پوهیږم چی زما د زړه کیسه به تا وژړوی او که نه خو دا د هغه زړه کیسه ده چی په دی کوچنی خو له درده ډک نړی کښی بغیر له درده بل څه نه ده لیدلی.
نه پوهیږم پدی نړی کښی له درد پرته بل څه هم شته او که نه؟ خو زه پوهیږم چی زه به د خپل سوال په ځواب کښی بغیر له نه څخه بل څه وانه ورم ځکه که پدی نړی کښی پرته له درده بل څه وای نو بیا ما ولی حس نکړه؟
اوس چی پوهیږی چی زما ژوند له درده ډک دی نو غوږ شه چی خپل دزړه کیسه درته وکړم:
داسی می دی نړی ته سترګی پرانیستی لکه د یو ستړی مزدور د آُسویلی پشان چی له خولی څخه ووځی خو په هوا کښی ورک شی د ستړی سړی آسویلی خو خشبخت وو چی هوا ته آلوزی او په هوا کښی خپل دوستان پیداکوی او هغه ورته خپل د زړه په کور کښی ځای ورکوی مګر زما ژوند د آسویلی څخه ډیر توپیر درلود ما چی دی نړی ته سترګی پرانیستی نو خپل دوستان می پیدانکړاو سرګردانه د هر چا د زړه ورونه می وټکول خو داسی څوک پیدانشو چی خپل د زړه ور راته
خلاص کړی او په خپل زړه کښی راته ځای راکړی.
ناببره د یو داسی چا د زړه د کور دروازه ته ودریدم چی دیوالونه یی په ګلانو ښایسته
کړی وه او د دراوزی له پاڅه یی لیکلی وه چی دا دمینی کور دی.
د دروازی له ټکولو څخه وروسته راته دروازه خلاصه شوه او د ښه راغلاست د ویلو څخه وروسته می خپل لومړی قدم په دی هیله کورته ننویستله چی څوک راته د مینی او محبت غاړه خلاصه کړی او ماته پکی ځای راکړی نو د همدی هیلی د پوره کولی لپاره ننوتلم کله چی د کور منځنی برخی ته ورسیدم نو په دی کور باندی داسی یو بلا سیوری اچولی وه چی له درده پرته د کور ټول غړی مړه شوی وه او پدی وخت کښی درد راته غاړه خلاصه کړه او له مایی غاړه تاوه کړه ماچی له ځانه سره د انسانیت په نوم څه لرله نو له دی امله می ورسره همدردی وکړه او په لومړی ځل می له سترګو
اوښکی توی شولی او درد راته په میراث کښی پاتی شو.

جلال آباد ښار
۱۳۸۳
لیکوال: محمد جلال یعقوبي