کور / تازه خبرونه / د فراه چاراواکو لاهم د کاریګرو وژونکې ندي پيژندلي.

د فراه چاراواکو لاهم د کاریګرو وژونکې ندي پيژندلي.

د فراه ولایتي مسئولین وايي چي د ایران پولي ته نږدې د وژل شویو افغان کاریګرو د وژونکو د هویت معلومولو په لټه کې دي
پرون سهار وختي ۱۵ افغان کاریګر د نا معلومو وسله والو له لوري هغه مهال تر برید لاندي راغلل چي غوښتل يې ایران ته د کار لپاره تر پوله تېر سي .
دوی ټول د فراه د پشت کوه ولسوالۍ اوسیدونکې دي چي ۱۱ تنه يې ځای پر ځای وژل سوي او ۴ تنه ټپیان چي روغتون ته انتقال سوي هم د کوما په حالت کې دي .
د فراه ولایتي ویاند جواد افغان وايي چي پنځلس واړه کاریګر د ډیرو غریبو کورنیو سره تړاو لري او تل به د کار په لټه کې د پولي پوري خواته ایراني لوري ته د کار کولو لپاره تلل .
تر اوسه پوري څرګنده چي دغه کسان د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري په نښه شوي او که پدې کې د ایراني پوله ساتونکو لاس دی .
خو د فراه د والي ویاند ښاغلی افغان وايي چي پنځلس واړه کسان د افغانستان په خاوره کې وژل سوی او دوی تر تحقیقاتو مخکې د وژونکو په اړه څه نشي ویلای .