کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغان د څيړنو او پرمختيا انستيتوت بلن ليک

د افغان د څيړنو او پرمختيا انستيتوت بلن ليک

ډيرو درندو هيوادوالو!


پۀ دې نږدې وختو کې په افغانستان کې د يو هراړخيزه څيړه نيز، علمي او تعليمي انستيتوت پرانيستل په نظر کې نيول شوي دي.


د دې د پاره چې نوموړی انستيتوت په هره برخه کې د افغانستان د بيارغاونې په درشل کې لا پياوړی شوی اوسي، تاسو ته بلنه درکوو چې د خپلو نظريو او وړانديزونو سره پۀ هغه غونډه کې چې په لاندينئ پته جوړيږي، ګډون وکړئ.


       پروگرام:


     ١.  د افغان د څيړنو او پرمختيا انستيتوت هدفونه، د کارونو برخې او د جوړيدو پروسه


     ويناوال: ډاکټر عبدالقيوم مومند



     ٢. د گډونکوونکو نظرونه، پوښتنې او ځوابونه



ښاغلی ډاکتر عبدالقيوم مومند د امريکا د يوتا پۀه پوهنتون کې استاد او څېړونکی دی. دۀ پۀ دغه پوهنتون کې خپله ډاکټري « د ١٩١٩ نه تر ٢٠٠١ کال پورئ د افغانستان پۀ هکله د امريکا بهرنئ پاليسي« پۀ هکله کړې ده. ښاغلی عبدالقيوم مومند تر څۀ مودې مخکې د سباوون خپرونه هم چلوله.


دۀ د شپږو مياشتو لپاره د خپل پوهنتون کارونه پريښی دي او د دغه انستيتوت د جوړولو پۀ خاطراوس پۀ اروپا کې د افغانانو او جرمنانو سره پۀ ليدنو کتنو بوخت دی او له دی څخه وروسته به افغانستان ته ولاړ شی. 



     وخت: شنبه، د نومبر څلورويشتم،24 /11/7200 د مازديگر پنځه بجې


     ځای: د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانيک)، د بن ښار



 
 
آدرس
Seminar-Raum / AFGHANIC


(im Brunn Autoland, III. Etage)


Justus-von-Liebig-Str 24


53121 Bonn, Germany



معلومات


Tel 0228 – 409 76 30


Mobil 0174 741 7306
info@afghanic.de
 
د افغان د څيړنو او پرمختيا انستيتوت



کړنلار



دا انستيتوت د دې لاندې اهدافو دپاره جوړشوی دی:


      د افغان د څيړنو او پرمختيا انستيتوت د داسې څيړونکو، پوهانو، مسلکي کسانو، ليکوالو او شاعرانو يوه خپلواکه، بيطرفه او غيرګوندي ټولنه ده چې د افغانستان سره کلتوري او علمي علايق او اړيکې لري.  دا انستيتوت به د هغو مسلکي کسانو او متخصصيونو يوه کړۍ جوړه کړي، څوک چې د کلتوري ذهنيتونو د راويښولو، تعليم او تربيې، سولې، ډيموکراسۍ، ټولنې او ټولنيز جوړښت، د جنګ او جګړې د له مينځه وړلو، او اقتصادي پرمختيګ پۀ برخو کې څيړنې او پرمختيايي کارونه پرمخ بيايي.  همداراز دا انستيتوت به پۀ ملي او نړيواله سطحه د هغو کسانو ترمينځه اړيکې ټينګې کړي، څوک چې د تعليم او تربيې، کلتوري چارو، ادبياتو، ټولنيز او اقتصادي پرمختګ او نوښت، تاريخ، سياست، دين، ساينس، تکنالوژۍ، صنعت، طبيعي زيرمو، او طبيعي چاپيريال پۀ چارو کې پۀ څيړنو او پرمختيايي کارونو اخته دي.


      دا انستيتوت به خپل غړي پۀ ملي او نړيواله سطحه د معلوماتو د تبادلې دپاره يو د بل سره د مرستې او د کار د ښه پرمختګ پۀ خاطر پۀ لاندنيو برخو کې منظم کړي:


1.  پۀ پورتنيو برخو کې څيړنه او پلټنه.


2.  د افغانستان د ستونزو او نورو مسايلو پۀ هکله پۀ ملي او نړيواله سطحه د عمومي معلوماتي او مشخصو غونډو، سيمينارونو او کنفرانسونو جوړول.


3.  انفرادي اشخاصو او د بيلابيلو برخو متخصصيونو، څيړونکو، او پوهانو دپاره د نظر د تبادلې او ګډکار د شرايطو او امکاناتو برابرول.


4.  د افغانانو ترمينځ، او افغانانو او نورو ولسونو ترمينځ پۀ سيمه ايزه او نړيواله سطحه سوله او يوبل سره د مرستې او ګډکار د شرايطو رامينځته کول.


5.  د افغانستان د ټولنيز جوړښت د ارزښتونو پۀ چاپيريال کې د بشري حقوقو او ديموکراسۍ روزنه، پالنه او پرمختګ.


6.  د خپلوکلتوري چارو پۀ چوکاټ کې د دې انستيتوت لخوا د افغانستان د کلتوري ورځو او فعاليتونو لمانځنه.


      دا انستيتوت به هرکال نوې او بيلابيلې پروژې ولري او د هغو د پلي کولو دپاره به پۀ ملي او نړيواله سطحه علاقه لروونکي او ملاتړ کوونکي راپيدا کوي