کور / تازه خبرونه / هلمند: پرحكومتي پوستې دوسلوالو له لورى بريدسوئ

هلمند: پرحكومتي پوستې دوسلوالو له لورى بريدسوئ

تيره شپه دهلمندولايت ددوراهى په سيمه كى پرحكومتى پوستى دوسلوالو له لورى بريدسوى چى دچارواكو په وينا دوه تنه پوليس مړه اودري تنه ژوبل دى خو مخاليف لورى دلسو تنود وژولو ادعاكوى.


تيره شپه ددغه ولايت ختيځ خواته په پنځه څلويښت كيلو مترى كى ددوراهى سيمه نوم كى دوسلوالو له خوادحكومت پريو امنتى پوستى بريد سوى دغه خبره ددغه ولايت امنيه قومندان مل پا سوال محمد حسين انډيوال افغان ازادى راډيوته وكړه نوموړى وويل چى تيره شپه ددوراهى په سيمه كى پريوزامنتى پوستى دوسلوالو له لورى بريد ترسره سوى چى دبريد په پايله كى دوه تنه پوليس مړه اودرى تنه ژوبل سوى نوموړى ديوموټر دويجاړيدو خبره هم وه كړه خو انډيوال دښكيلى غاړى دمرگ ژوبلى  په اړه څه وه نه ويل .


دغه بريد وسلوالو طالبانو په خپله غاړه واخيست  قارى يوسف احمدى چى ځان دوسلوالو طالبانو وياند راپيژنى وائي دغه بريد ددوى دملگرو له لورى ترسره سوى نوموړى وويل په دغه بريد كى لس تنه پوليس وژل سوى دوه موټره ويجاړسوى اوڅلور ميله اصلحه ددوى ملگرود ځان سره وړى ده احمدى په خپل خبروكى داهم وويل چى دهلمند ولايت دديشو په ولسوالى كى ددوى ملگرويومشهور غل اوقاتل چى عبدالرازق نوميدى دده په وينادمحكمى دپريكړى سره سم په دار وه ځړول سو .


ديادونى وړده چى دهلمند ولايت په بيلابيلو ولسواليو كى طالبانو حكومت اوبهرنيو ځواكونو ته دجاسوسى په تور اويا هم دقتل او غلاپه تور تر شلو زيات كسان ځړولى دى .