طالبانو د لښکرګا دوراهي پر پوسته بريد وکړ

د لراوبر اداره | نوومبر 19th, 2007


 هلمند۲۹\۸\۱۳۸۶


وسله والوطالبانو د يكشنبې په شپه دنهوبجو په شاوخواكي دهلمند كندهار د لوئې لاري پرسرد دوه لاري پر يوه امنتي پوسته بريد وکړ ، دهلمندولايت دامنيه قومندانى دمطبوعاتي دفترآمرسلطان محمود ددغه خبر د تائدولو په ترڅ كي وويل دشپې پرنه بجودلښكرګاه ددوراهي دكانټنرپه نوم يوه امنيتي پوسته  ددولت دمخالفينوله خواتربريدلاندي راغله چي له امله ئې دوه تنه پوليس مړه اودرې نور ټپيان سويدي،ده وويل چي وروسته مخالفين شاتګ ته اړسوي اودپيښي په ځاي كي دوينونښي نښانې ښئ چي وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتې وي.


وسله والوطالبانوددغه بريدپړه پرغاړه اخيستې،دوسله والوطالبانووياندقاري محمديوسف احمدي رسنيوته ويلي دي چي په دغه بريدكي ئې دپوليسو دوه موټره ويجاړكړي،لس نفره پوليس ئې وژلي او څلورميله وسلې ئې نيولي دي.


په دې وروستيوكي دهلمندپه جګړه ځپلي ولايت كي پرامنيتي پوستوبريدونه زيات سوي څه موده وړاندي دګرشك په ولسوالى كي دپوليسويوه امنيتي پوسته دوسله طالبانوتربريدلاندي راغله اوپوليسوته ئې درنده مرګ ژوبله واړوله.



 

Copyright Larawbar 2007-2024