کور / سياسي / افغانستان بايد خپله دفاع له افغانستان څخه بهر وكړي

افغانستان بايد خپله دفاع له افغانستان څخه بهر وكړي

 

دغه مقاله څه موده وړاندې په يوه اونيزه كې خپره شوې ده او اوس يې د موضوع د تازه والي له پاره د خپرولو له پاره تاسو ته واستول شوه.

كله چې سترواك لوی احمدشاه بابا د كندهار ښار د دفاعي سيستم د ټينګتيا له پاره وغوښتل چې له هغه ښار څخه يو پنډ دېوال راچاپېره كړي، نو د ده مور زرغونه انا پرې خبره شوه او د كار سرته ورغله، چې ګوري زيات شمېر كارګران د دېوال په جوړولو بوخت دي او احمدشاه بابا د كار له بهير څخه څارنه كوي. زرغونې انا لوی احمدشاه بابا ته مخ واړوه او پوښتنه يې وكړه چې دا د څه له پاره دي؟

لوی احمدشاه بابا د دېوال د اهميت او د ښار د دفاعي سيستم د پياوړتيا په اړه نوموړې ته معلومات وركړل، خو نوموړې ورته وويل: ته بايد دښمن ته دا اجازه ور نه كړې چې تر كندهاره راشي، كه دښمن تر كندهاره راغى بيا دا ديوالونه تاسې نه شي ژغورلى.

د دغې پوځي سترې ستراتيژستې نظر دلوی  احمدشاه بابا په پوځي ستراتيژۍ ستر اغېز وښنده او له هغه سره يې د هند او بنګال تر نيولو مرسته وكړه.

زموږ اوسنيو پوځي ستراتيژستانو ته هم په كار دي چې د زرغونې انا نظر په ياد ولري او له ياده ونه باسي چې د افغانستان دفاع په افغانستان كې ناشوني ده او د خپل هېواد دفاع بايد له هېواد څخه بهر وكړو.

((د افغانستان دفاع په افغانستان كې)) ستراتيژي د شورويانو او د هغه پلوي دولت له خوا  يو وار ازمايل شوې او له ازمايښت څخه ناكامه وتې ده. هغه مهال حكومت لومړى له كليو دفاع كوله، د كليو په دفاع كې مات شو، بيا يې د سړكونو او لويو لارو دفاع پيل كړه، هغه يې هم ونه كړاى شوه او بيا د ښارونو په دفاع بوخت شو او په پاى كې د درې مليونو مرګ_ژوبلو په منلو سره اړوته چې د دولت چارې خپلو مخالفينو ته وسپاري.

د شورويانو او شوروي پلوي افغان دولت ناكامه پوځي ستراتيژي يانې (( د افغانستان دفاع په افغانستان كې)) يو ځل بيا د اوسني افغان دولت او ناټو ځواكونو له خوا د افغان دولت د دفاع له پاره پر مخ بيول كيږي، يو ځل بيا د دغه پيل لومړني ازمايښتونه ښيي چې د افغان او ناټو ځواكونه ورځ تر ورځ له كليو او سړكونو څخه د ښارونو پر لور مخ په شا روان دي او مخالفين پرې مخ ته ورځي او لاس بري ښكاري.

په خپل كور كې د كور دفاع كول د كور څښتن ته په درې برابره زيان تمامېږي، د سر، مال او د كور د ورانۍ زيان. د افغان دولت او مخالفينو په جګړو كې د افغانستان دښمنان يوازې د پيسو د لګولو زيان زغمي، خو افغانستان د دواړو خواو ځاني، مالي، د ورانۍ او اوږدې مودې زيانونه زغمي. پوځي ستراتيژۍ جوړونكو كومه جګړه چې دا مهال په هېواد كې روانه كړې د افغانستان د دښمنانو په پرتله څو برابره د افغانانو په زيان ده او دغه حالت ته په كتنې سره ويلې شو چې افغان دولت له يوې نابرابرې جګړې سره مخ دى او هېڅكله دغه جګړه نه شي ګټلى.

افغان پوځي ستراتيژستان بايد د جګړې داسې ستراتيژي غوره كړي چې كم تر كمه جګړه سره برابره او د جګړې شرايط د برابرو زيانونو په زغملو برابر كړي. دغه كار په څو ډولونو تر سره كېداى شي: لومړى دا چې د افغانستان دفاع بايد له افغانستان څخه بهر ترسره شي. دغه جګړه څه د استخباراتي جګړې او فعاليتونو تر پوښښ لاندې او يا څه په مستقيمې جګړې سره.

دوهم دا چې د جګړې دفاعي كرښه پولو ته يوړل شي او په سرحدونو كې يو داسې دفاعي سيستم رامنځته شي چې دښمن همدلته په پولو كې له منځه يوړل شي او د هېواد كليو او ښارونو ته ننه نه اوځي.

بله لار دا ده چې د دولت په سياست كې د غوره او مثبتو بدلونونو په راوستلو سره سياسي پوتانسيل ته د دولت په ګټه بدلون وركړ شي او د سياسي پوټانشيل په بدلولو سره پوځي پوټانشيل ته بدلون وركړي. د مخالفينو په خپلولو او د دښمنۍ  په له منځه وړلو سره كم تر كمه دولت كولى شي د خپلو مخالفينو پوځي ځواك كمزورى او د خپل هېواد پر وړاندې مخالفتونه د يوه مستقيم ټكر له كچې د يوه بالقوه ټكر تر كچې راټيټ كړي.

بله لار دا ده چې جګړه له يو نااعلام شوې حالت څخه اعلام شوي حالت ته راويستل شي او په دې سره له يوه په ټپه ولاړ حالت څخه نوي حالت ته تېرېدنه تر سره شي. 

لراوبر ويبپاڼه خپلو درنو لوستونکو ته ددې موضوع په اړه د نظر څرګندولو حق ورکوي

تبصره نسته

  1. دغه خبره له شك وتلى ده چي دهيواد ساتنه هيڅوك له داخل څخه نه شى كولئ . مونږ چي خپل هيواد ساتو نومونږبايد دزرغوني بي بي خبره عملى كړوُ اوپه دى مقالي كي چي كومي يادوني شوى دى مونږبايدهمدغه لاري اختياركړوً او اِنشاءالله په دي كي به مو كوقِسم زيان نه وى .
    په درنښـــت

  2. دومره خوندوره لیکنه چی دنیوکی ځای پکی نشته ډیر ښکلی تحلیل یې کړی دی دولت بایدخپله دفاع په بهر کې وکړی اوخپلې ستراتیژي ته بدلون ورکړي

  3. there aremanyproblemstodefendafghanistan