کور / تازه خبرونه / ناټو ځواکونه په کجکي کي د طالبانو تر بريد لاندي راغلل

ناټو ځواکونه په کجکي کي د طالبانو تر بريد لاندي راغلل


د ناټو ځواکونه د هلمند په کجکي ولسوالي کي د وسله والو طالبانو سره په جګړه کي ښکېل سوې دي ، د کجکي ولسوال عبدالرزاق لراوبر ته وويل چي ناټو ځواکونه د ګزمې په حال کي وه چي د طالب وسله والو له خوا تر بريد لاندي راغلل  او جګړه مښته ، نوموړي په جګړه کي د مرګ ژوبلي په اړه ځان بې خبره وښود خو سيمه ايزو اوسيدونکو لراوبر ته وويل چي په جګړه د ښکېلو دواړو اړخو تر څنګ د سيمي اوسيدونکو ته هم زيان رسيدلی دی .


کجکي چي د هلمند د ځينو نورو برخو تر څنګ د کندهار ښار د پاره هم د برېښنا توليدوونکي توربينونه اوس هم پکښي فعال دي د طالب وسله والو تر ولکې لاندي موسی کلا ولسوالۍ ته نژدې پرته ولسوالي ده ، او په دې سيمه کي وخت نا وخت افغان دولت او ناټو ځواکونه د طالب وسله والو د بريدونو سره مخامخ کيږي .