کور / تازه خبرونه / يونيسف په هرات کي څوارلسمه ښوونځي پرانستله

يونيسف په هرات کي څوارلسمه ښوونځي پرانستله


د کوچنيانو سره د مرستي نړيوال سوندخ ( يونيسف ) د هرات ولايت په زنده جات ولسوالي کي د ماشومانو له پاره يوه ښوونځي تر جوړولو وروسته پرانيستله .


د يونيسف ادارې د خبر له مخي نوموړې ښوونځي د دوه مليونه افغانيو په مصرف جوړه سوه اوس د زده کوونکو پر مخ پرانستل سوې ده .


د کوچنيانو سره د مرستي نړيوال سوندخ ( يونسيف ) له خوا په هرات ولايت کي د نوو جوړو سوو ښوونځيو شمېر څوارلسو ته ورسيد .


د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ ځينو اوسيدونکو د لراوبر ټکی کام خبريال ته وويل چي په هرات ښار او ټولو ولسواليو او کليو کي په زيات شمېر ښوونځي جوړيږي خو ددوی ماشومان بيا هم په مورنۍ ژبه له زده کړو بې برخي دي . هغوی وايي چي په هرات کي ټولي ښوونځي په پارسي ژبه ښوونه کوي په داسي حال کي چي په هرات ښار او يو شمېر پرتو ولسواليو کي په زيات شمېر پښتانه اوسيږي او ماشومان يې په مورنۍ ژبه له زده کړو محرومه دي .