کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزی غواړي يو افغاني نظام رامنځته کړي

ولسمشر کرزی غواړي يو افغاني نظام رامنځته کړي

 


د ولسمشر حامد کرزي وياند همايون حميد زاده وايي چي ولسمشر کرزی په اوسني نظام کي پراخ او جدي اصلاحاتو راوستلو په اړه د کورنيو او بهرنيو مقاماتو سره د افغاني نظام د رامنځته کولو په نيت خبري اتري اومشورې پيل کړي دي .


د ولسمشر وياند د ولسمشر وروستۍ جدي خبري ددې اصلاحاتو يوه بېلګه وبلله ، ولسمشر حامد کرزي تيره اوونۍ په يوه غونډه کي ددولت لوړ پوړي چارواکي او د ولسي جرګې زيات شمېر غړي ولس ته د خدمت پر ځای په خپلو جيبونو ډکولو ، شخصي ګټو ته په پاملرنه ، فساد او لوړو او ښکليو ماڼيو په جوړلو پړ وبلل ، دولسمشر وياند اشاره وکړه چي دا يوازي خبري نه بلکي ولسمشر غواړي چي عملي ګامونه هم پورته کړي .


حميدزاده وويل چي ولسمشر کرزي اوس د قضاييه ، اجراييه او بهرنيو مقاماتو سره په خبرو  بوخت دی ، هغه زياته کړه ولسمشر پر دولت او حکومت نيوکي نه دي کړي ، بلکي پر نظام يې نيوکي کړي دي، هغه زياته کړه چي اووه کاله کيږي خو موږ اوس هم پوره اختيار نه لرو، موږ غواړو د بهرنيانو واک راکم کړو او پر ځای يې واکونه افغانانو ته په لاس ورکړو .